د افغانستان طالبانو د حکومت په اقداماتو نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89851-د_افغانستان_طالبانو_د_حکومت_په_اقداماتو_نیوکه_وکړه
تسنیم خبري اژانس وايي په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د حکومت له زندانونو څخه د دغه ډلې د درې سوه (۳۰۰) بندیانو د خوشي کولو په هکله د کابل د حکومت اقدامات کافي ونه بلل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 05, 2020 08:10 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبانو د حکومت په اقداماتو نیوکه وکړه

تسنیم خبري اژانس وايي په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د حکومت له زندانونو څخه د دغه ډلې د درې سوه (۳۰۰) بندیانو د خوشي کولو په هکله د کابل د حکومت اقدامات کافي ونه بلل .

هغه وویل د افغانستان د طالبانو بندیانو د خوشي کولو بهیر دې چټک شي چې هغوې له کورونا ویروس څخه وژغورل شي او د بین الافغاني خبرواترو د پیلیدا لپاره لاره زر هواره شي .

د افغانستان د حکومت په اقداماتو د طالبانو نیوکه په داسې حال کښې ده چې تیره ورځ د اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د کورونا ویروس د جدي نه ګڼلو او دسولې بهیر ته په نه ژمنتیا باندې د طالبانو د تورنولو په ترڅ کښې په دغه ډلې غږ وکړ چې د بشر دوستانه اوربند له اعلانولو سره موافقت ورکړي او جنګونه بند کړي .

په عین حال کښې طالبانو ډلې ویلي دي چې تراوسه یې د افغانستان د حکومت یوسل دولس (۱۱۲) بندیان خوشي کړي دي .

ټاکل شوي ده  چې د حکومتي بندیانو د خوشي کیدا په بدل کښې له زندانونو د طالبانو پینځه زره (۵۰۰۰) زندانیان خوشي شي .