په غزني او ودرکو کې ۳۷ وسلوال طالبان وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89906-په_غزني_او_ودرکو_کې_۳۷_وسلوال_طالبان_وژل_شوي
د طالبانو یوه ویندوي ذییح ا.... مجاهد په یو ټویټر پیغام کې لیکلي،بیګا د غزنی ولایت مرکز اړوند ارزو سیمه کې له افغان ځواکونو سره په نښتې کې اوه افغان عسکرو ته ئې مرګ ژوبله اړولې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 07, 2020 09:03 Asia/Kabul
  • په غزني  او ودرکو کې ۳۷ وسلوال طالبان  وژل شوي

د طالبانو یوه ویندوي ذییح ا.... مجاهد په یو ټویټر پیغام کې لیکلي،بیګا د غزنی ولایت مرکز اړوند ارزو سیمه کې له افغان ځواکونو سره په نښتې کې اوه افغان عسکرو ته ئې مرګ ژوبله اړولې

له کابله هم زمونږ خبریال راپور راکړ ،په وردک ولایت کې له امنیتی ځواک سره په نښتې کې  ۲۲وسلوال طالبان وژل شوي دي .

د وردکو والي محب ا.. شریف زي  وئيلي دي،دغه نښته بیګا د وردک ولایت په چک ولسوالۍ کې هاله شوي چې  طالبانو د افغان ملی اردو پر یوه تدارکاتي کاروان حمله کړې وه .

 بل خبر د چې  د پکتیا ولایت  د احمد آباد ولسوال  هم د مخ  پټو وسلوالو په حملې کې ټپي شوی  او ورسره یو ساتونکی وژل شوی اوبل هم ټپي شوی دی.

همداراززمونږخبریال  له غزني راپور راکړ د افغانستان د غزنی ولایت امنیتي چارواکي وایي پرون وسله والو طالبانو د اندړو ولسوالۍ په نظرخان ګولایي سېمه کې پر حکومتي پرسونلو او اکملاتي کاروان بریدونه کړي چې په ترڅ کې دهوايي بریدونو  او عملیاتو په د وام کې  ۱۵ وسلوال طالبان ووژل او  ۲ نور ونیول شول، یو میل راکټ او یو میل کلاشنکوف وسله د ځانګړو قطعو پولیسو لاس ته ورغلي.

وسله طالبانو د خبر تر مخابیره کیدا پورې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي خود طالبانو یوه ویندوي  ذییح ا.... مجاهد په یو ټویټر پیغام کې لیکلي،بیګا د غزنی ولایت مرکز اړوند ارزو سیمه کې له افغان ځواکونو سره په نښتې  کې اوه افغان عسکرو ته ئې مرګ ژوبله اړولې خو دغزنی ولایت دامنیې قومندانۍ ویاند وایي چې په ارزو سیمه کې نښته رامنځته شوې خو افغان عسکرو  ته هیڅ کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې وړاندې هم د اندړو ولسوالۍ په اړوند (نظرخان) سیمه کې دیولړ هوایي عملیاتو په ترڅ کې (۱۲) تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دپولیسو یو عراده رنجر چې څه موده مخکې دطالبانو لاسته ورغلې وه هم په دې برید کې له منځه یوړل شو.