په غورولایت کې دخلکوپه مظاهرې کې دیوشمیرخلکووینه توي شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89949-په_غورولایت_کې_دخلکوپه_مظاهرې_کې_دیوشمیرخلکووینه_توي_شوي
په نننیو وژل شوو کسانو کې دپه فیروز کوه ولسوالۍ کې د صدای غور ځاي ریډیو یو پروډیوسر احمد نوید هم ترسترګو کیږي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 09, 2020 09:14 Asia/Kabul

په نننیو وژل شوو کسانو کې دپه فیروز کوه ولسوالۍ کې د صدای غور ځاي ریډیو یو پروډیوسر احمد نوید هم ترسترګو کیږي

زمونږخبریال  دصداي افغان خبری آژانس له قوله راپورراکړ  د افغانستان په غور ولایت کې د فیروز کوه ولسوالۍ  خلکو په سوله ایزو اعتراضونوکې  د اشرف غنی   دحکومت په ناکارندوالي سخت اعتراض کړی دی .

 راپور ښئ  مظاهره چیانو  په کرنا ویروس له ککړو سره  په مرسته رسونې کې د اشرف غني  حکومت دمدیریّت په  بې وسۍ  اعتراض کاوه چې  د امنیتی مامورانو په دخالت سره دغه مظاهرې ترینګلي شوې او په اوخ و ډب کې  دوه مظاهره چیان وژل شوي دي .

 ددغه راپور په اساس  په دغه تاؤتریخوالي پسې  پر وژلو سربیره د امنیتی مامورانو په مستقیمو ډزو کې  لږترلږه دولس کسان  ټپیان شوي هم دي چې ځيني ئې مرګي حاله ښودل شوي دي .

  په راپور کې وئيل شوي دي  په نننیو وژل شوو کسانو کې دپه فیروز کوه ولسوالۍ کې  د صدای غور ځاي ریډیو یو پروډیوسر احمد نوید هم ترسترګو کیږي