په لوګر کښې کښې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89967-په_لوګر_کښې_کښې_طالبانو_ته_مرګ_ژوبله_اوښتې_ده
افغان چارواکو په لوګر ولايت کښې طالب ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د اوښتلو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 10, 2020 07:51 Asia/Kabul
  • په لوګر کښې کښې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

افغان چارواکو په لوګر ولايت کښې طالب ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د اوښتلو خبر ورکړ.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې دافغانستان دکورنیو چارو وزارت خبر پاڼه وائي د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت  د محمداغې ولسوالۍ په (کولي) کلي کښې د وسله والو په خلاف یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په نتيجه کښې یې ۱۱ تنه طالبان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي افغان ځواکونو د یادې ولسوالۍ په (احمدزي) کلي کښې هم د یو لړ عملیاتو په مهال دوه تنه له درې میله وسلو سره یوځاے له طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کښې ده چې دوه ورځې وړاندې هم دغزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په نظرخان ګولایي سېمه کښې دافغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته رامنځته شوه چې په نتيجه کښې يې ۱۵ تنه طالبان ووژل شول او  ۲ تنه نور ونیول شول.