لغمان کښې اوو تنو عامه وګړو ته مرګ ژوبله واوښته
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90208-لغمان_کښې_اوو_تنو_عامه_وګړو_ته_مرګ_ژوبله_واوښته
د افغانستان د لغان ولايت چارواکو په دغه ولايت کښې اوو تنو عامله وګړو ته د مرګ ژوبلې د رسېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 20, 2020 09:45 Asia/Kabul
  • لغمان کښې اوو تنو عامه وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

د افغانستان د لغان ولايت چارواکو په دغه ولايت کښې اوو تنو عامله وګړو ته د مرګ ژوبلې د رسېدو خبر ورکړ.

د لغمان د والی ویاند اسداالله دولتزی وایی تیره ورځ ناوخته دده په وینا وسله والو طالبانو د دغه ولایت  دالیشنګ ولسوالۍ د میا صیب دیرې په سيمه کښې په کورونو  دهاوانونو برید کړے چی یوه مرمۍ د ځائي استوګن شفیق الله په کورلګیدلې چی له امله یی د هغه دولس کلن زوی وژل شوی او میرمن.دری لوڼې او دوه زامن یی ژوبل شویدی.د لغمان د والي ویاند وویل ټپیان د درملنې لپاره دمهترلام مرکزي روغتون ته لیږل شوي دي چی ډاکترانو یی روغتیایی وضیعت ډاډمن بللی دے.
 وسله والو طالبانو په دی اړه څه نه دي  ویلی دافغانستان دملی امنیت شورا په هیواد کی دملکی وګړو د مرګ ژوبلی پړه په وسله والو طالبانو وراچوی خو وسله والو طالبانو دحکومت دا ادعا په کلکه رد کړې ده. تازه په افغانستان کی دملګروملتونو ملاتړی دفتر یوناما په خپل راپور کی د ملکي وګړو دمرګ ژوبلی پرزیاتیدو اندیښنه ښودلې او تر ډیره یی وسله وال طالبان د عامه وګړو په مرګ ژوبله ګرم بللي، خو طالبانو دملګرو ملتو دا رپوټ هم ناسم بللی او هغه یی رد کړے دے.