پاکستان د افغان حکومت دمخالفو ډلو دمشرانوملاتړته دوام ورکوي
لکه څنګه چې واشنګټن د افغان حکومت له مخالفو ډلو سره د مخامخیدو توان نه لري او ددغه هیواد دامنیت اوسولې په ټينګولو کې بې وسه دی ، نو هڅه کوي څو له دې لارې ځینی هیوادونه د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاسوهنې تورن کړي څو خپل پوځي شتون توجیه کاندي ، خو نور وخت ترې تیر شوی او عمومي افکارو د امریکایانو په دوکو نور نه غولیږي .
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ دامریکا دفاع وزارت په یوه وروستي راپور کې یو ځل بیا ادعا کړې ، د پاکستان حکومت د افغانستان د حکومت مخالفو ډلو ته په پناه ورکولو سره له هغوي ملاتړ ته دوام ورکوي .
د امریکا دجنګ وزارت پنټاګان په دغه راپور کې راغلي دي،په پاکستان کې د اشرف غني دحکومت د مخالفو ډلو شتون،د افغانستان د سولې او ثبات لپاره یو ګواښ دی .
پاکستان په کرتو دامریکا د سیمه ایزو پلانونو اودسیسو د ناکامیدو او دعمومي افکارو د غولولو لپاره دامریکا دغه ډول ادعاګانې دوکه او پر نورو تپل بللياو په دې اند دی،لکه څنګه چې واشنګټن د افغان حکومت له مخالفو ډلو سره د مخامخیدو توان نه لري او ددغه هیواد دامنیت اوسولې په ټينګولو کې بې وسه دی،نو هڅه کوي څو له دې لارې ځینی هیوادونه د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاسوهنې تورن کړي څو خپل پوځي شتون توجیه کاندي،خو نوروخت ترې تیر شوی او عمومي افکارو د امریکایانو په دوکو نور نه غولیږي .