په لغمان ولایت کی شلو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي
د شاهدانو پر وینا په وژل شویو او ټپیانو کې میرمنې او ماشومان هم شامل دي .
زمونږ خبریال له ننګرهاره راپور راکړ د افغانستان په لغمان ولایت کې د الیشنګ ولسوالۍ په یوې اړوند سیمې کي بیګا د طالبانو له خوا له اوربند اعلانه څو ساعته مخکې ،پر هستوګنې کور د توپ مرمۍ د لګیدو له امله څلور عام کسان ووژل شوي او دیارلس نور ټپیان شول.
د شاهدانو پر وینا په وژل شویو او ټپیانو کې میرمنې او ماشومان هم شامل دي . د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار مرکزي روغتون هم د یو نوملړ په خپرولو سره دڅلور تنو وژنه او د دیارلسو نورو ټپی کیدل تائید کړي او ځینی ټپیان ئې د ښی درملنی په موخه د څنګلوري ولایت ننګرهار مرکزي روغتون ته لیږدولي دي . دلغمان ولایتی ادارې او ددولت مخالفو ډلو تر اوسه په دی اړه څه نه دی ویلی دا برید د وړوکي اختر په مناسبت د وسله والوطالبانو او افغان حکومت له لورې له دري ورځني ډزبند څو ساعته وړاندی تر سره شوی دی . په دې اړه نور جزیات نه دي ترلاسه شوي .