په لغمان ولایت کی شلو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90296-په_لغمان_ولایت_کی_شلو_کسانو_ته_مرګ_ژوبله_اوښتي
د شاهدانو پر وینا په وژل شویو او ټپیانو کې میرمنې او ماشومان هم شامل دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 24, 2020 08:23 Asia/Kabul
  • په لغمان ولایت کی شلو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي

د شاهدانو پر وینا په وژل شویو او ټپیانو کې میرمنې او ماشومان هم شامل دي .

زمونږ خبریال له  ننګرهاره راپور راکړ د افغانستان  په لغمان ولایت کې د الیشنګ ولسوالۍ په یوې اړوند سیمې کي بیګا  د طالبانو له خوا له اوربند اعلانه څو ساعته مخکې ،پر هستوګنې  کور د توپ مرمۍ د لګیدو له امله څلور  عام کسان ووژل شوي او دیارلس  نور ټپیان شول.

 د شاهدانو پر وینا په وژل شویو او ټپیانو کې میرمنې او ماشومان هم شامل دي . د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار مرکزي  روغتون هم د یو نوملړ په خپرولو سره دڅلور تنو وژنه او د دیارلسو نورو ټپی کیدل تائید کړي او ځینی ټپیان ئې د ښی درملنی په موخه د څنګلوري ولایت ننګرهار مرکزي روغتون ته لیږدولي دي . دلغمان ولایتی ادارې او ددولت مخالفو ډلو تر اوسه په دی اړه څه نه دی ویلی دا برید د وړوکي اختر په مناسبت د وسله والوطالبانو او افغان حکومت له لورې له دري ورځني ډزبند څو ساعته وړاندی تر سره شوی دی  .  په دې اړه نور جزیات نه دي ترلاسه شوي .