بهرني ځواکونه دې په مسئولانه ډول له افغانستانه ووزي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90321-بهرني_ځواکونه_دې_په_مسئولانه_ډول_له_افغانستانه_ووزي
د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ يي»  وايي، بهرني ځواکونه دې په مسئولانه ډول له افغانستانه ووځي او له ترهګرۍ سره دې دوامداره مبارزه وشي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 26, 2020 00:44 Asia/Kabul
  • china\\\'s foreign minister
    china\\\'s foreign minister

د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ يي»  وايي، بهرني ځواکونه دې په مسئولانه ډول له افغانستانه ووځي او له ترهګرۍ سره دې دوامداره مبارزه وشي.

«وانګ يي» دغه څرګندونې پرون د ويډيو کنفرانس له لارې یوې ناستې ته وکړې، نوموړي ویلي «په افغانستان کي باید درې کارونه وشي، بهرني ځواکونه باید له دې هیواده په مسئولانه ډول ووزي، بهرنۍ مرستې باید دوام پیدا کړي او له ترهګرۍ سره دې مبارزه وشي.»

نوموړي د دې ترڅنګ زیاته کړې چې د مصالحې پروسه باید د افغانانو په رهبرۍ وړاندې لاړه شي، د سولې لومړیتوب تضمین کړي او ټول اړخونه باید پکې برخه ولري.

د وانګ يي په قول، چین له افغانانو سره اوږه په اوږه ولاړ دی او د بین الافغاني مذاکراتو د پروسې د وړاندې تګ او افغانستان ته د سولې او اقتصادي ثبات په راوستلو کې له دې هیواد سره همکارۍ ته دوام ورکوي.

چین داسې مهال له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو ټینګار کوي چې د طالبانو او امریکا تر مینځ له شوې توافقنامې سره سم باید ټول بهرني ځواکونه په څوارلسو میاشتو کې افغانستان پرېږدي.