افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۹-۰۳-۰۳
وړومبې هم د ډېرو مهمو خبرونو سرټکي:
په افغانستان کښې د اقتدار د وېش لپاره له سياسي موافقې څخه د پاکستان ملاتړ، د کابل او ننګرهار د حملو په سر د افغانستان او امريکې د حکومت تاوتريخوالے، د فلسطين په آزادۍ د افغانستان د شوراي اخوت اسلامي تاکيد، افغانستان ته د زلمے خليل زاد سفر، په افغانستان کښې له داعش سره په مقابله د طالب ډلې د وياند تاکيد، د اقتدار د وېش لپاره د عبدا.. عبدا... او اشرف غني موافقه، د عبدا... او اشرف غني له موافقې سره د حکمتيار مخالفت، په پاکستان کښې د مسافر وړونکې الوتکې غورزېدل او د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې په ترهه ګريزه حمله کښې په لاس لرلو د هند تورنېدل په تېره هفته کښې د افغانستان او پاکستان ځينو ډېر مهم خبرونه او بدلونونه وو.
افغان حکومت د کابل او ننګرهار په حمولو کښې د داعش د لاس لرلو په اړه د افغانستان په چارو کښې د امريکې د خاص استازي زلمے خليل زاد له تاکيد او د طالبانو له بري کولو وروسته له هغه وغوښتل چې په دې اړه دې خپل اسناد وړاندې کړي.
د افغانستان د ملي امنيت شورا د دفتر وياند له دې وروسته د خپلې ادعا لپاره د امريکې د استازي لخوا د سند وړاندې کولو غوښتنه وکړه چې خليل زار طالبان بري کړل او وې ويل چې د کابل او ننګرهار حملې د داعش کار د ے.
جاويد فېصل په کابل کښې په يو خبري ناسته کښې وويل، په داسې صورت کښې چې خليل زاد په دې باره کښې څه سند نه لري چې هغه د افغانستان حکومت او خلقو ته وړاندې کړي.
د ننګرهار او کابل وروستيو حملو چې لږ تر لږه پنځوس تنه پکښې مړۀ شول امريکه او افغانستان د يو بل په وړاندې راوستلي دي.
په کابل او ننګرهار کښې د وروستيو حملو په اړه له افغانستان سره د امريکې د نظر اختلاف د افغانستان د بدلونونو په ډګر کښې د سپينې ماڼۍ د فرېبکارانه پاليسۍ په چوکاټ کښې دے.
زلمے خليل زاد په داسې حالاتو کښې داعش په کابل او ننګرهار کښې د وروستيو ترهه ګريزو حملو ذمه وار داعش بولي او طالبان په دغو حملو کښې له لاس لرلو بري کوي چې دغه ډله د قطر په پائتخت دوحه کښې د فرورۍ په ۲۹ نېټه له امريکې سره د صلحې د موافقه ليک له لاسليکولو وروسته د تاوتريخوالو د کمولو لپاره په خپله ژمنه وفاداره پاتې نه شوه او په ځلونو يې د خپلې دغې ژمنې خلاف ورزي کړې ده.
حتی په دې وروستيو کښې طالب ډلې د يوې بيانيې په جاري کولو سره د افغان حکومت او ملت په دغه هيواد کښې د حملو ، تاوتريخوالو او نښتو په زياتولو وګواښل. سره له دې چې د طالبانو او امريکې ترمېنځ د دوحې د صلحې موافقه ليک د هغې په مفادو باندې د نه پابندۍ په باره کښې د يو بل د تورنولو په وجه په بشپړه توګه له ماتې سره مخامخ شوےدے ، خليل زاد کوشش کوي چې سپينه ماڼۍ په افغانستان کښې له يوې بلې ناکامۍ سره له مخامخېدو وژغوري او په همدې لړ کښې يې ادعا کړې ده چې طالبانو د کابل او ننګرهار په وروستيو ترهه ګريزو حملو کښې لاس نه دے لرلے.
دا په داسې حال کښې دي چې دا نظر موجود دےچې دغه حتی فرضاد داعش ترهه ګرې ډلې لخوا ترسره شوې وي خو اجرا يې د طالبانو له ملاتړ نه بغېر امکان نه لري. په داسې حالاتو کښې دا پوښتنه مطرح کيږي چې د امريکې او افغانستان ترمېنځ اختلاف او تاوتريخوالے ولې بيا اوج ته رسېدلے دے؟
د افغانستان د حکومت د ملاحظاتو په نظر کښې لرلو نه بغطر د امريکې او طالبانو ترمېنځ د دوحې د صلحې د موافقه ليک لاسليک او همدارنګ پکښې د ځينو مفادو راتلل چې د بين الافغاني خبرو اترو له جوړېدو نه مخکښې د طالبانو د ټولو بنديانو د ازادولو په شمول د دغه هېواد لپاره يو لړ ژمنې رامنځته کوي د دې سبب شول چې افغان ملت او حکومت د سپينې ماڼۍ له دغو يو اړخيزو اقداماتو څخه سخت په قهر شي.
په افغانستان کښې د ټولو طالب بنديانو د آزادۍ لپاره د امريکې ژمنه د دې سبب شوې ده چې د دغې ډلې د بنديانو د ازادۍ او د بين الافغاني خبرو اترو د بهير د محدودولو لپاره د منطقي او ملي ملاحظاتو په عملي کولو کښې د دغه هېواد د حکومت پاليسي وځنډيږي چې د دغو حالاتو د رامنځته کېدو مسبب هم د ټرمپ حکومت دے.
د همدغو ملاحظاتو په بنياد دي چې افغان حکومت د افغانستان په چارو کښې د امريکې د خاص استازي لخوا د کابل او ننګرهار په شمول په وروستيو ترهه ګريزو حملوکښې د طالبانو مبرا ګڼل د دغه هېواد د بدلونونوپه ډګر کښې د سپينې ماڼۍ د فرېبکارۍ يوه بله جلوه وبولي. په داسې حال کښې خليل زاد په دغو حملو کښې د طالبانو په نه مداخلت ټينګار لري چې په افغانستان کښې د بهرنيو ځواکونو ستر قوماندانان د طالب ډلې لخوا د تاوتريخوالو د کمولو په باره کښې د دوحې د موافقې د مفادو په خيال نه ساتلو اعتراف کوي.
د افغانستان شورای اخوت اسلامي د قدس د نړيوالې ورځې په مناسبت د فلسطين، قدس شريف او مسجدالاقصی په ازادولو تاکيد وکړ.
د افغانستان د شورای اخوت اسلامي مشر له مسلمانانو وغوښتل چې په وحدت، اتحاد او يووالي سره دې د فلسطين او مسجدالاقصی د نجات لپاره کوشش وکړي.
مولوي حبيب ا... حسام وويل، مسلمانان پکار دے په ټوله اسلامي نړۍ کښې د استعمار او صيونېسټ رژيم ناولي لاسونه پرې کړي.
د روژې د مبارکې مياشتې وروستۍ جمعه د قدس نړيواله ورځ وه چې په ۱۹۷۹ کښې امام خميني (رح) دغه ورځ د فلسطين له خلقو څخه په ملاتړ کښې اعلان کړه او د نړۍ له مسلمانانو يې وغوښتل چې په دغه ورځ دې له صهيونېسټانو او د هغوي له ملاتړو څخه خپله کرکه او قهر د نړيوالو غوږو ته اورسوي.
د فلسطين له آرمان څخه د ملاتړ او د قدس شريف د ازادۍ په خاطر د اسلامي نړۍ د يووالی او اتحاد لپاره له مسلمانانو څخه د افغانستان د شورای اخوت اسلامي د مشر غوښتنه له دې سره سره چې د اسلامي نړۍ د اصلي پاليسۍ په لړ کښې ګڼل کيږي، د فلسطين له مظلوم ملت څخه په ملاتړ او د صهيونېسټ رژيم په نفي کولو کښې د افغان ولس او حکومت د مخينې ښودنه کوي.
افغانستان د دې باوجود چې له څو لسيزو راهسې له کورني جنګ او نيواک سره مخامخ دے خو هيڅکله د فلسطين له آرمان څخه د ملاتړ له اصل څخه غافل نه ؤ او نه دے او د ټولو مشکلاتو او مصيبتونو باوجود د دغه هېواد خلق هر کال د قدس د نړيوالې ورځې په موقع په يو هيړ سره د فلسطين له خلقو او د قدس شريف له ازادۍ څخه ملاتړ کړے دے.
هر کال د نړۍ له زياترو هېوادونو سره په يو وخت د افغانستان په مختلفو ښارونو او کليو کښې د قدس د نړيوالې ورځې د مراسمو جوړېدل د دې ښودنه کوي چې افغان ولس د اسلامي نړۍ له مسائلو نه پوره خبر دے او له تېرو دوو لسيزو راهسې د ترهه ګرۍ له مسئلې سره يې د هېواد د جدي مخامخېدنې نه دی کړې شوي په افغانستان کښې د فلسطين آرمان کمرنګه يا هېر کړې شي.
په وروستيو کلونو کښې د فلسطين په مسئله د مختلفو هېوادونو په تېره بيا د اسلامي هېوادونو تمرکز او توجه له دې سره سره چې کړې شوي دي دغه مسئله په يوې نړيوالې ښکارندې بدله کړي په اسلامی نړۍ کښې د ملګرتياو او يو والي د تقويت د رامنځته کېدو سبب شوې هم ده.
دا نظر موجود دے چې فلسطين د اسلامي نړۍ د اشتراک د ټکي په توګه د دې سبب شوے دے چې دغه هېوادونه په نړيوالو ترتيباتوږ کښې يو د پام وړ قطب باندې بدل شي.
د فلسطين په باره کښې د اسلامي نړۍ خاص حساسيت او د نړۍ په زياترو هېوادونو کښې د قدس د ورځې د مراسمو جوړېدل د غاصب صهيونېسټ رژيم په وړاندې د فلسطين مبارزو او مقاومو خلقو د ايمان او ارادې د مضبوطېدو سبب شوي دي.
په داسې حالاتو کښې چې د نړۍ په سطح د کورونا بيمارۍ د خپرېدو په حالاتو کښې ټول نړيوال مسائل د دغو وائرسو تر تاثير لاندې راغلي دي د د فلسطين له آرمان څخه په لا زيات ملاتړ کښې د اسلامي نړۍ د اتحاد د لازموالي په باره کښې افغانستان د شورای اخوت اسلامي وېنا په اوس حال کښې څو برابره اهميت موندلے دے.
په نړۍ کښې مسلمانان او غېر مسلمانان چې هر کال د قدس د نړيوالې ورځې په موقع د فلسطين له خلقو څخه په ملاتړ کښې لاريونونه کوي سږ کال هم په ټولو هېوادونو کښې د کورونا وائرسو د خپرېدو باوجود په نويو او ابتکاري طريقو سره د صهيونېسټ رژيم له پنجو څخه د فلسطين، قدس شريف او نيواکي زمکو د آزادۍ د ارمان له پوره کېدو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د پاکستان خارجه وزير د بلوچستان صوبې د ترهه ګريزو عملياتو له قرباني کورنيو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره وويل، هند د بلوچستان د خلقو په قتل عام کښې نېغ په نېغه رول لري.
شاه محمد قريشي واضحه کړه، د نوي ډيلي چارواکي کوشش کوي چې په بلوچستان صوبه کښې ترهه ګرې ډلې فعالې کړي او دغه سيمه ناامنه وساتي.
د پاکستان خارجه وزير دا خبره په ګوته کړه چې مونږ مودې اوشوې دا باور لروو چې هند کوشش کوي په خپله خاوره کښې يو لړ ترهه ګريز عمليات پلان کړي او بيا پاکستان د دغو عملياتو د ګرم په توګه معرفي کړي.
په دې وروستيو کلونو کښې د پاکستان چارواکو په ځلونو د هند استخاراتي اداره د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې له بيلتون غوښتونکو ډلو څخه په ملاتړ او د خرابکارانه او جاسوسي د عملياتو لپاره په کوشش تورنه کړې ده.
د اسلام آباد له نظره د هند حکومت په بلوچستان صوبه کښې له بيلتون غوښتونکو ډلو څخه په ملاتړ سره د هند حکومت کوشش کوي چې پاکستان له دننه څخه کمزورے کړي او له دې لارې له بيلتون غوښتنط سره د مقابلې په مسائله کښې د دغه هېواد د حکومت د توان او وسائلو يوه برخه مصروف وساتي.
البته په مقابل کښې د هند حکومت هم پاکستان د نيابتي جنګ په شروع کولو، له ترهه ګرو ډلو څخه په ملاتړو او د هند ملي ګټو ته د زيان رسولو لپاره په پلاننګ تورنوي.
د هند او پاکستان ترمېنځ په لانجو او سياليو کښې د افغانستان مسئله هم د نوي ډيلي او اسلام آباد له تعلقاتو سره په اړوندو لوړ ژورو کښې له اثرکونکو اصلي بدلونونو څځه وه او ده.
پاکستان هند د اسلام اباد د ګټو په خلاف د حملو د پلانولو لپاره د افغانستان له خاورې څخه په استفاده کولو تورنوي او له دې نه علاوه د کابل او نوي ډلي ترمېنځ د ملګرتياو پراختيا د پاکستان له ملي ګټو سره په تضاد کښې بولي.
---------------