په کابل ښار کښې سر له ننه محدودیتونه کمیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90356-په_کابل_ښار_کښې_سر_له_ننه_محدودیتونه_کمیږي
څو اونۍ مخکې وروسته له هغه په کابل کې پراخ محدودیت وضع شو چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې مخ پر زیاتېدو شوې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 27, 2020 08:54 Asia/Kabul
  • په کابل ښار کښې سر له ننه محدودیتونه کمیږي

څو اونۍ مخکې وروسته له هغه په کابل کې پراخ محدودیت وضع شو چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې مخ پر زیاتېدو شوې.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري پرون له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د محدودیتونو کمې په دې معنی نه‌دی چې خلک روغتیايي مشورې رعایت نه‌کړي.

ښاغلی حیدري زیاتوي: "محدودیتونه اسانه کېږي یعنې موږ هڅه کوو چې بازارونه په ځانګړې توګه د اصنافو بازارونه په بېلابېلو ساعتونو، وختونو او ورځو فعالیت وکړي، خو د قرنطین شرایط مراعت کړي او د عامې روغتیا وزارت پر مشورو عمل وکړي."

د کابل والي په داسې حال کې د محدودیتونو د کمېدو خبر ورکوي چې په افغانستان کې د کرونا ویروس پېښې زیاتې شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت پرون وویل چې په دې هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې ۱۱،۸۰۰ ته رسېدلې دي.