د ایران او افغانستان ښې اړیکې او سلامشورې
ایران د افغان چارواکو سره په خبرواترو کې ټینګاراو ستدلال کړی چې ایراني پوله ساتونکو افغان وګړي نه دي ځورولي او سیند ته یې نه دي اچولي . په همدې اړه د ایران د بهرنیو چارو وزیر حقوقې مرستیال محسن بهاروند په کابل کې ټینګار وکړ په دې اړه د ایران څیړنه ښې چې په رامینځته شوې پیښه کې ایرانیو پوله ساتونوکو لاس ندی درلو دلای .
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حقوقې مرستیال وویل : د غیر قانوني تګ راتګ او د انسان د قاچاق د مخنیوي لپاره د افغانستان له حکومت سره نوي موافقې تر سره شوي دي.
محسن بهاروند کابل ته د ایراني پلاوۍ د دوه ورځنۍ سفر په پای کې د چهارشنبه په ورځ روښانه کړه : د دوه ورځو د مذاکراتو په لړکې د افغان حکومت له چاواکو سره ښې خبرې اترې تر سره شوې او ایران او افغانستان دغې موافقې ته ورسیدل چې د دغو دوو هیوادونو تر مینځ هر ډول تګ راتګ د یو قانوني بهیر پر اساس تر سره شي .
په دا ورستیو کې ځنیو افغان ښاریزو په یوه ویډو کې ادعا کړې چې ایرانی پوله ساتونکو د افغانستان په پوله کې د دغه هیواد یو شیمر وګري ځورولي او سیند ته اچولي دي . له دې نه ورسته ځنیو بهرنیو رسندویو د ایران او افغانستان دوو ګاونډیو هیوادونود ښې اړیکې د خرابولو په موخې سره مطرح شوې ادعا د یوه سیاسي کړچار په توګه خپاره کړل .
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مسولانو د ایرانیو پوله ساتونکو په وسیله سیند ته د افغان ښاریزو د اچولو ادعا په مطرح کیدو سره د افغانستان له چارواکو سره په پرله پسې توګه سلامشوره او یو ګډ څیړنیز کار ته لومړیتوب ورکړي دي چې په داورستیو کې افغانستان ته د ایران د خارجه وزیر د حقوقي مرستیال سفرپه همدې چوکاټ کې تر سره شوي دي .
ایران د افغان چارواکو سره په خبرواترو کې ټینګاراو ستدلال کړی چې ایراني پوله ساتونکو افغان وګړي نه دي ځورولي او سیند ته یې نه دي اچولي . په همدې اړه د ایران د بهرنیو چارو وزیر حقوقې مرستیال محسن بهاروند په کابل کې ټینګار وکړ په دې اړه د ایران څیړنه ښې چې په رامینځته شوې پیښه کې ایرانیو پوله ساتونوکو لاس ندی درلو دلای .
دې ته په پام سره چې ایران له افغانستان سره ۷۰۰ کیلو مټره ګډه پوله لري او د دغه پولې ځیني برخې یې وچې او ځنیو يې د اوبو لاري دي چې ځنیي وختونه د غیر قانوني کډوالو د ښکارندې سره مخامخ کیږي چې په دغو حالاتو کې د افغانستان د سرحدي پوسټې جدیت او کارنده توب ډیرضروري د ي تر څو هغه کسان چې د انساان د قاچاق په لټه کې دي غواړي چې د غیر قانوني کړچارونو په وسیله د ایران او افغانستان ښې او دوستانه اړیکې تر اغیزلاندي رانه و لي . په همدې چوکاټ په کابل کې د ایراني چارواکو د دوه ورځنیو سلا مشورو ورسته د افغانستان حکومت منلې دهچې خپل سرحدي پوسټې فعالې کړي اود غیر قانوني تګ راتګو د مخنیوي په زمینه کې لا مهم رول ولوبوي .
له افغان کډوالو څخه د ایران ۴۰ کلنه کوربتوب د ایران او افغانستان د خلکو د ګډولو او ژورو دوستانه اړیکو څخه ښودنه کوي . وړیا ښوونه ، د صحي او خدماتي امکاناتوڅخه استفاده او په ځانګړي توګه د کرونا وایروس د اپید می په وخت طبي خدمات افغان کړوالو ته د ایران انسان دوستانه خدماتوځینې نښي دي .
د ایران او افغانستان کلتوری ، مذهبي ،اقتصادي ، او سیاسي اړیکې وګړنیزي جرړي لري .د فارسي ګډه ژبه د ایران او افغانستان د دوو ملتونو دوستانه اړیکي ژوري کړي چې د ایراني پولو ساتونکو په وسیله سیند ته د افغان کډوال د ور غورځولو ادعا نشي کولای چې دغواړیکو ته تاوان ورسوي .
ایران له افغان کډوال څخه د غوره میلمه پالنې نه علاوه د دغه هیواد د امنیت او سیاسي ثبات په وړاندي یو فعاله روښانه سیاست لري . په دغه هیواد کې د یو پراخ بنسټه حکومت د پرځایښت په اړه د افغانستان له خارجه وزیر سره د ایران د بهرنیو چارو د وزیر پرله پسې سلامشورې دښه ګاونډیتوب او د ښه نیت اصل ته د ایران د توجه ښودنه کوي .
د افغانستان په وړاندي دایران ټول کړچار چې په ځانګري توګه د ګاونډیانو د اړیکو په اهمیت کې جرړې لري د ایران له اسلامي جمهوریت څخه ډ افغانستان لپاره د اعتماد وړشریک جوړ کړی دی چې په کړکیچنو حالاتو کې رغنده خبرې اترې د دغو دوو هیوادنو پر ښو اړیکوباندي د بې اساسو ادعاګانو د اغیز شیندلو خنډ کیږي