طالبانو د افغانستان د حکومت ۷۳ نور زندانیان خوشې کړل
د بندیانو د تبادلې په لړ کې طالبانو دا ځل په ۶ مختلفو ولایاتو کې ۷۳ تنه دولتي عسکر له خپلو زندانونو آزاد کړي دي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون په خپلې ټویټر پاڼې داسې لیکلي چې نن ورځ یوځل بیا په بلخ، کندز، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د افغانستان د حکومت ۷۳ تنه عسکر د طالبانو له زندانونو څخه آزاد شول.»
د طالبانو له زندانونو څخه د خلاصوو شوو دولتي عسکرو شمېر ۴۲۰ تنو ته په داسې حال کې رسیږي، چې دولت بیا تراوسه ۲۰۰۰ تنه طالب بندیان آزاد کړي او د نورو بندیانو د آزادولو لپاره په کابل کې د طالبانو د بندیانو کمیسیون تخنیکي ټیم له حکومتي هیئت سره په خبرو بوخت دی.
د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له مخې باید د بین الافغاني مذاکراتو له پیل وړاندې ۵۰۰۰ طالب او ۱۰۰۰ تنه حکومتي بندیان آزاد شي.