ایران له کرونا سره د مقابلي لپاره افغانستان ته څه ورکړل؟
له کرونا سره د مقابلي لپاره له افغانستان سره د ایران د خصوصي برخې میلیوني مرستې
له کرونا ناروغۍ سره د مقابلې لپاره دوست او ګاونډي هیواد افغانستان ته د ایران د اسلامي جمهوریت دخصوصي برخې مرستندویه پیټی، نن مازیګر (د غبرګولي یوولسمه) په افغانستان کې د اسلامي ایران د سفیر ډاکټر بهادر امینیان، د افغانستان د پلان او روغتیا د وزارت د سیاست جوړونې د مرستیال ډاکټر بیشر نورمل او د افغانستان د خارجه وزارت د اقتصادي چارو د مرستیال مشر ډاکټر میروېس ، اوهمداراز د دغه هیواد د رسنیو په شتون کې د افغانستان د روغتیا په وزارت کې د دغه هیواد مقاماتو ته وسپارل شو.
په دغه پېټې کې دا مرستې شاملې دي:
۱:درې روغتوني ونټیلیټره او د هغو پوره سامان.
۲:پینځه زره د کرونا د معلومولو کیټونه.
۳:یو لک دیرش زره تخصصي او عمومي ماسکونه
۴: تر شپږو ټنو زیات ضد عفوني او د صفایۍ مواد، لاسپوټي او نور طبي سامان
۵: او پینځه ټنه نور روغتیایي سامان.
په دغو دستورو کې د افغانستان مقاماتو، د ایران په خلاف له ظالمانه بندیزونو سره سره له افغانستان سره د ایران د اسلامي جمهوریت د دغه مرستو قدرونه وکړه. په کابل کې د ایران سفیر هم په وروستیو اونیو کې له افغانستان سره د خصوصي او ولسي برخو د مرستو شمېرنې، او په ایران کې د میشته افغانانو د ټولو کرونایي ناروغانو د وړتیا درملنې په هکله معلومات ورکړل او ډاډ یې ورکړ چې ، تعلیمي، روغتیایي او د صحت او سلامتۍ مرستې به هماغه راز دوام ولري.