دامریکايي پوځیانو په وژلو محکوم شوی افغان پولیس خوشي شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90501-دامریکايي_پوځیانو_په_وژلو_محکوم_شوی_افغان_پولیس_خوشي_شوی
دا پولیس عبدالصبور نومېږي او په ۲۰۱۲ کې یې هغه مهال پر امریکايي پوځیانو برید وکړ چې امریکايي پوځیانو په بګرام کې د قرآنکریم بې حرمتي وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 02, 2020 09:31 Asia/Kabul
  • دامریکايي پوځیانو په وژلو محکوم شوی افغان پولیس خوشي شوی

دا پولیس عبدالصبور نومېږي او په ۲۰۱۲ کې یې هغه مهال پر امریکايي پوځیانو برید وکړ چې امریکايي پوځیانو په بګرام کې د قرآنکریم بې حرمتي وکړه .

دافغان رسندویو له راپور سره سم د  بندیانو د خلاصون په لړ کې د افغانستان حکومت هغه پولیس هم خوشي کړی چې په ۲۰۱۲ م کال یې دوه امریکايي پوځیان وژلي وو.

دا پولیس عبدالصبور نومېږي او په ۲۰۱۲ کې یې هغه مهال پر امریکايي پوځیانو برید وکړ چې امریکايي پوځیانو په بګرام کې د قرآنکریم بې حرمتي وکړه .

د امریکا په پوځ پورې د اړوندې ورځپاڼې سټارز انډ سټرایپس د راپور له مخې، عبدالصبور د دوو امریکايي پوځیانو له وژلو وروسته وتښتېد خو ۴ کاله وروسته په ۲۰۱۶ م کال په پروان ولایت کې په خپل کور کې ونیول شو.

ده د محاکمې په لړ کې د دوو امریکايي پوځیانو پر وژلو اعتراف وکړ او ویې ویل چې له دې کاره پېښمان نه دی. عبدالصبور په ۲۰ کاله بند محکوم شوی و.

د عبدالصبور له لوري پر امریکایانو د حملې مسوولیت هم طالبانو او هم اسلامي حزب په غاړه اخیستی و.