د طالبانو مشر په کورونا ویروس ککړ او مړه شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90517-د_طالبانو_مشر_په_کورونا_ویروس_ککړ_او_مړه_شوی
زمونږ خبریال وايي د امریکا یوې (۱) مجلې ادعا کړي ده چې د افغانستان د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخوند زاده په کوورنا ویروس ککړ شوی او هغه مړشوی هم دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 03, 2020 02:08 Asia/Kabul
  • د طالبانو مشر په کورونا ویروس ککړ  او مړه شوی

زمونږ خبریال وايي د امریکا یوې (۱) مجلې ادعا کړي ده چې د افغانستان د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخوند زاده په کوورنا ویروس ککړ شوی او هغه مړشوی هم دی .

د امریکا دغه مجلې د طالبانو د یوه(۱) مشر مولوي احمد علي جان په قول وویل چې د افغانستان د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخوند زاده په کورونا ویروس ککړ شوی او  اوس په ښه کیدا دی .

خو د امریکا مجلې د پاکستان په کویټه کښې د طالبانو د دریو (۳) مشرانو په قول وویل چې د دغه ډلې مشر ملا هیبت الله اخوند د کورونا ویروس له کبله مړ شوی دی .

د افغانستان طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي .

د افغانستان د حکومت یوه (۱)لوړرتبه چارواکي هم وویل چې د قطر په پلازمینې دوحې کښې له امریکا سره د طالبانو څو مشران چې د سولې موافقه یې لاسلیک کړي ده په کورونا ویروس ککړ دي .