پر افغان سوله باندې د روسیې، امریکا، پاکستان او چین ګډه ناسته
Jun 04, 2020 07:06 Asia/Kabul
د دغو هېوادونو لوړ پوړو ديپلوماټانو په یوه ویډیويي کنفرانس کې ټینګار کړی دی چې ژر تر ژره دې بین الافغاني خبرې پيل شي.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي ټولو اړخونو ټینګار کړی دی چې باید د زندانیانو د تبادلې پروسه بشپړه شي او ژر تر ژره دې بین الافغاني خبرې پیل شي.
د کابلوف په وینا په دې کنفرانس کې د سولې پر وروستیو پرمختګونو هم خبرې شوې دي او هغه مثبت ارزول شوي دي.
هغه زیاته کړه: موږ د دې هیله لرو چې د طالبانو او امریکا ترمنځ شوې هوکړه په افغانستان کې روانه اوږده جګړه ختمه کړي او په دې هیواد کې دایمي سوله راولي.
دا په داسي حال کې دی چي د ځینو افغان کارپوهانو په باور امریکا په دې هیواد کې د سولي د پروسې په وړاندې دوګوني سیاست غور کړی دی.
د خبر پای/.
ټیګونه