د طالبانو په حملوکې دولس افغان پوځيان وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90561-د_طالبانو_په_حملوکې_دولس_افغان_پوځيان_وژل_شوي
د اپه داسې حال کې دي چې په قطر کې له طالبانو ډلې سره دبین الافغاني خبرواترو ګونګوسې هم آوریدل کیږي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 06, 2020 00:22 Asia/Kabul
  •   د طالبانو په حملوکې دولس افغان پوځيان وژل شوي

د اپه داسې حال کې دي چې په قطر کې له طالبانو ډلې سره دبین الافغاني خبرواترو ګونګوسې هم آوریدل کیږي .

 زمونږخبریال له کابله راپور راکړ  د  افغانستان د کورنیو چارو وزارت  پرون ناوخته په یوې اعلامیې کې وئيلی دي ، دکندهار زابل به سترې لارې کې    دملی اردو پر کاروان د وسلوالو طالبانو  په حملې کې  لس  افغان پوځیان وژل شوي او  دوه نور ټپیان شوي دي .

 داپه داسې حال کې دي چې  ځینو افغان  سر چینو  په دغې حملې کې د افغان پوځیانو د وژلو شمیر پنځلس تنه اعلان کړی دی .

 د افغانستان په شمال کې  ددغه هیواد د پوځ قوماندانۍ  هم پرون وئيلی دي په جوزجان ولایت کې  دپوځیانو د ګاډو په لاره کې  په بم چاودنې کې هم  دوه پوځیان وژل شوي  د سرح دي ځواک  قوماندان حامد یوسفي سره د دوو نورو پوځیانو ټپيان شوی دی .

 د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې  د طالبانو ډلې  او افغان ځواکونو ترمینځ  ا خ وډب  هاله زیات شوی چې   افغان حکومت  وار د واره له طالبانو سره د  روغې جوړې خبرې کوي ، حال دا چې  طالبانو ډلې له امریکایانو سره په افغانستان  کې د  سولې په اړه  موافقه  هم کړې  ده خو بیا  هم پر افغان عسکرو  خپلو حملو  ته دوام ورکوي .  د اپه داسې حال کې دي چې په قطر کې له طالبانو ډلې سره  دبین الافغاني خبرواترو ګونګوسې هم آوریدل کیږي .