افغان حکومت ۱۰۰۰ نور طالبان آزادوي
د افغانستان د ملي امنیت شورا په خپل تازه بیان کې د ۱۰۰۰ نورو طالب بندیانو د خوشي کولو خبر ورکړ.
وروسته له هغه چې تېره اونۍ د ولسمشر د فرمان له مخې د وسله والو طالبانو ۲۰۰۰ بندیان د اختر د اوربند په خاطر خوشي شول، اوس تازه ملي امنیت شورا په یوه بیان کې ویلي چې تمه ده ۱۰۰۰ نور طالب بندیان هم خوشي کړي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند وایي چې د ولسمشر د یو تازه فرمان له مخې به په نیږدې ورځو کې د طالبانو ۱۰۰۰ کسه نور بندیان هم خوشي کوي. تر دې وړاندې د ملي امنیت شورا ویاند ویلي وو چې د طالبانو تخنیکي پلاوی لا هم په کابل کې دی او تمه ده په نیږدې وخت کې د دغې وسله والې ډلې د نورو بندیانو د آزادولو لړۍ کې همکاري وکړي.
تر دې مهاله د ولسمشر د دوو فرمانونو له مخې د وسله والو طالبانو شاوخوا ۲۷۱۰ بندیان خوشي شوي دي، چې د ۱۰۰۰ نورو تازه بندیانو له خوشي کېدو سره به یې شمېر ۳۷۱۰ کسانو ته جګ شي.
طالبانو هم تر اوسه پورې شاوخوا ۶۰۰ بندیان آزاد کړي دي چې تمه ده ۴۰۰ نور هم خوشي کړي.
که څه هم د وسله والو طالبانو لخوا ډېری خوشي شوي بندیان ملکي وګړي دي او د امنیتي ځواکونو ډېر کم کسان په کې شامل دي خو دغه وسله واله ډله ادعا کوي چې دوی هم د امنیتي ځواکونو برخه دي.