د امریکا استازي د افغانستان له ولسسمشر سره کتلي
زمونږخبریال وايي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون په ارګ کې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.
په دې کتنه کې د افغانستان د ملي روغې جوړې دلوړې شورا مشر عبدالله عبدالله او پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم موجود وو.
د ارګ په اعلامیه کې راغلي، ولسمشر غني په کتنه کې د سولې لپاره د عملي ګامونو د پورته کیدو غوښتنه کړي ده .
اعلامیه وایي، د افغانستان او امریکا چارواکو د دې تر څنګ د نا اعلان شوي اوربند د دوام پر څرنګوالي او د افغانستان د سولې لپاره د نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هیوادونو پر ژمنو هم خبرې کړي دي.
تر دې دمه کوم لوري لا د سولې بهیر د راتلونکي ګامونو کره والي په اړه څه نه دي ویلي خو داسې راپورونه شته چې پاکستان، افغانستان، قطر او امریکا د افغانانو تر منځ د خپل منځي خبرو د نیټې او ځای په اړه په سلا مشورو بوخت دي.
په دې لړ کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د شخړو د اوارولو لپاره د منځګړيتوب په برخه کې د قطر بهرنیو چارو وزير ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني هم په کابل کې له بېلابېلو افغان چارواکو سره په لیدو کاتو بوخت دی.
د افغانستان ملي امنیت شورا له لوري په یوه ټویټر پیغام کې ویل شوي 'د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب د قطر استازي مطلق بن ماجد القحطاني سره ولیدل او د افغان سولې بهیر په اړه ورسره وغږید .'
په پیغام کې د ښاغلي القحطاني له قوله ویل شوي، قطرد افغان سولې د خبرو سملاسي ملاتړ کوي او که غوښتنه ترې وشي هېواد یې د دې خبرو کوربتوب لپاره چمتو دی. '
ښاغلي القحطاني همدا راز پرون د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست حنیف اتمر سره هم کتلي او د سولې پر موضوع ورسره غږېدلی .
کابل ته د زلمي خلیلزاد له سفره یوه ورځ وړاندې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل.
د ارګ په اعلامیه کې راغلي وو چې دواړو مشرانو د افغان سولې په اړه خبرې وکړې.
ویل کېږي چې په افغانستان کې دننه په سیاسي ناستو کې په راتلونکو ورځو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو د پیل بحثونه هم تاوده دي.
سیمي او افغانستان ته د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد سفر په داسې حال کښی دی چې د افغانستان د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار دغه سفر بې نتیجې او باطل پړاو بللی دی .