داشرف غنی او عبدا.. ترمینځ دنوو اختلافاتو ګونګوسې دروغ دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90697-داشرف_غنی_او_عبدا.._ترمینځ_دنوو_اختلافاتو_ګونګوسې_دروغ_دي
د افغانستان په پوځ کې دمارشل درجه له جنرال څخه لالوړه درجه ده او په دغه هیواد کې له دې مخکې دوو پوخي شخصیتونو ته دغه درجه ورکړل شوي چې په لومړي ځل شاولی خان او دوهم ځل هم خداي بخښلي محمد قسیم فهیم ته دغه درجه ورکړل شوي ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 12, 2020 02:58 Asia/Kabul
  • داشرف غنی او عبدا.. ترمینځ دنوو اختلافاتو ګونګوسې دروغ دي

د افغانستان په پوځ کې دمارشل درجه له جنرال څخه لالوړه درجه ده او په دغه هیواد کې له دې مخکې دوو پوخي شخصیتونو ته دغه درجه ورکړل شوي چې په لومړي ځل شاولی خان او دوهم ځل هم خداي بخښلي محمد قسیم فهیم ته دغه درجه ورکړل شوي ده .

زمونږخبریال  دصداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړی ، د  افغانستان د ولسمشر ویندوي صدیق صدیقي  پرون په کابل کې په خبري کنفرانس کې وئيلی دي ، چنرال عبدالرشید دوستم ته د مارشل  د درجې  دورکولو په سر د اشرف غني اوعبدا... عبدا...  ترمینځ داختلافاتو  په با ب هرډول راپورونه د روغ بللي او وئیلی  دي ، په دې باب  هیڅ ډول اختلافات نشته  او دا موضوع  د دواړو لوړپوړو چارواکو ترمینځ د شوي  سیاسی موافقې  یوه برخه د ه .

 داپه داسې حال کې دي چې  دافغانستان طلوع نیوز خبری چینل  د تیرې دوشنبې په ورځې  وئيلی وو،د ملی مصالحې   لوړې شورا مشر  جنرال عبدالرشید دوستم ته د  ولسمشر له خوا د مارشل د افتخاري  درجې  له ورکولو سره مخالفت کړی ؤ .

 د اشرف غني او عبدا... عبدا... ترمینځ  په سیاسی موافقې کې  جنرال عبدالرشید دوستم ته د مارشل د درجې  په ورکولو  ټينګار شوی دی .