افغان ولسمشر:٢٠٠٠ نورو طالب بنديانو آزادولو ته چمتووالے وښود
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90706-افغان_ولسمشر_٢٠٠٠_نورو_طالب_بنديانو_آزادولو_ته_چمتووالے_وښود
افغان ولسمشر غني وايي، ډېر زر به ۲۰۰۰ نور طالب بنديان له بند څخه خلاص شي او د افغانستان جګړه ګټوونکی او بایلونکی نه لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 12, 2020 11:33 Asia/Kabul
  • افغان ولسمشر:٢٠٠٠  نورو طالب بنديانو آزادولو ته چمتووالے وښود

افغان ولسمشر غني وايي، ډېر زر به ۲۰۰۰ نور طالب بنديان له بند څخه خلاص شي او د افغانستان جګړه ګټوونکی او بایلونکی نه لري.

د افغان سرچينو له مخې افغان ولسمشر اشرف غني د اتلانتیک شورا ویډیويي کنفرانس کې د افغانستان سولې زمینې پرمختګ په اړه خبرې وکړې او د سولې پرمختګ په باره کښې یې خوښي څرګنده کړې ده.

هغه وويل، چې د افغانستان جګړه کټوونکی او بایلوونکی نه لري خو د افغانستان امنیتي ځواکونه بیا د دښمن سره د مبارزې وړتیا لري.

نوموړی وایي حکومت په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت لپاره ژمن دی نوموړي وویل د طالبانو یو پلاوی په کابل کې دی او د یادې ډلې د بندیانو د خوشې کولو بهیر څیړي.

د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهين هم ویلي دي چې پنځه زره طالب زندانیانو خوشې کېدو په صورت کې بین الافغاني خبرو پيلېدو ته چمتو دے او ویلي یې دي چې طالبان هم د زر تنه افغان حکومت زندانیانو خوشې کېدو ته ژمن دي.

افغانستان حکومت تر دا مهاله نزدې درې زره طالب بندیان له بند څخه خوشي کړې دي او طالبانو هم څه باندې څلور سوه حکومتي بندیان خوشي کړې دي.