افغانستان کښې د کورونا وایرسو ۶۶۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90756-افغانستان_کښې_د_کورونا_وایرسو_۶۶۴_نورې_مثبتې_پېښې_ثبت_شوې
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پرون د کرونا ویروس د تېرو ۲۴ ساعتونو مثبتې پېښې اعلان کړې چې ۶۶۴ تازه ثبت شوې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 15, 2020 03:06 Asia/Kabul
  •  افغانستان کښې د کورونا وایرسو ۶۶۴  نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پرون د کرونا ویروس د تېرو ۲۴ ساعتونو مثبتې پېښې اعلان کړې چې ۶۶۴ تازه ثبت شوې دي.

له دې سره  په افغانستان  کې د کرونا وایرسو د مثبتو پېښو شمېر ۲۴ زره او ۷۶۶ ته ورسید.

تازه مثبتې پېښې د ۱۲۱۱ کتل شویو نمونو ټېسټ کولو نتيجه ده.

تازه مثبتو پېښو کې ۳۱۶ یې کابل او ۳۴ نور یې په کندهار ولایت کې ثبت شوې دي.

ترڅنګ یې ننګرهار کې (۷)، پکتیا (۲۲)، بادغیس (۲)، تخار (۳۲)، بغلان (۳۲)، لوګر (۱۱)، نیمروز (۳)، بامیان (۲)، پروان (۳۴)، لغمان (۲۱)، کندز (۱۴)، کنړ (۸)، هلمند (۷)، کاپیسا (۳۰)، پنجشېر (۳۱)، پکتیکا (۱۹)، زابل (۳)، دایکندي (۱۲) او نورستان کې هم (۲۴)، پېښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت پرون وويل چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ تنه د کرونا ویروس اخته کسان مړه شوي چې ۶ یې کابل، ۹ ننګرهار، ۲پکتیا، ۳ پروان کې دي. له دې سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۴۷۱ ته ورسید.

 همداراز تېره شپه او ورځ کې ۵۲۴ کسان روغ شوي دي همداراز هېواد کې د روغو شویو کسانو شمېر ۴۷۲۵ دی.

د شمېرو له مخې تر اوسه هېواد کې د ۵۵زره او ۷۲۵ کسانو نمونې د ټېسټ لپاره اخیستل شوې دي. اوس مهال هېواد کې د کرونا ویروس فعالې پېښې۱۹ زره او ۵۷۰ دي.