په افغانستان کې نور ۲۷وسلوال طالبان وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90795-په_افغانستان_کې_نور_۲۷وسلوال_طالبان_وژل_شوي
په دې وروستیو کې په درست افغانستان کې د حکومتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمینځ اخ وډب په داسې حال کې زیات شوی چې دبین الافغاني خبرواترو د پيلیدا ګونګوسې هم آوریدل کیږي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 17, 2020 00:37 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې نور ۲۷وسلوال طالبان وژل شوي

په دې وروستیو کې په درست افغانستان کې د حکومتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمینځ اخ وډب په داسې حال کې زیات شوی چې دبین الافغاني خبرواترو د پيلیدا ګونګوسې هم آوریدل کیږي .

زمونږخبریال له کابله راپور راکړ  د افغانستان دفاع وزارت پرون مازدیګر په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ،دهلمند ولایت په لشکرګاه کې  دافغان امنیتی ځواک او وسلوالو طالبانو ترمینځ په وروستۍ نښتې کې   اته طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي  او نور په تښتې بریالي شوي دي .

  په دغې اعلامیې کې وئيل شوي  همداراز په سنګین ولایت کې په یوې نښتې کې  درې نور طالبان هم وژل شوي دي . او دغه راز په فاریاب ولایت کې  په دوو ولسوالیو کې  دافغان پوځيانو او  طالبانو ترمینځ په نښتو کې  شپاړس طالبان او دوه افغان پوځيان و ژل شوي او د ولس نور طالبان ټپيان شوي هم دي .