له افغانستان سره دپوځي مرستو یومیلیارډ ډالربې درکه شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90796-له_افغانستان_سره_دپوځي_مرستو_یومیلیارډ_ډالربې_درکه_شوي
له افغان حکومت سره د مالی مرستو لپاره د امریکائي چارواکو ادعا په داسې شرائطو کې مطر ح کیږي ، چې ددغه هیواد چارواکو تل د امریکا ئي پوځیانو د ویستلو غوښتنې کړ ي دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 17, 2020 00:49 Asia/Kabul
  • له افغانستان سره دپوځي مرستو یومیلیارډ ډالربې درکه شوي

له افغان حکومت سره د مالی مرستو لپاره د امریکائي چارواکو ادعا په داسې شرائطو کې مطر ح کیږي ، چې ددغه هیواد چارواکو تل د امریکا ئي پوځیانو د ویستلو غوښتنې کړ ي دي .

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی ، د امریکا د مشرانو جرګې  لوړپوړو ډيموکراټيک  غړو سناتور جک ریډ ،سناتور رابرټ مننډز د امریکا دفاع وزیر مارک  اسپرڅخه غوښتي دي ،  د افغانستان له حکومت سره  د مرستو د کمیدا په باب دې شفاف سازي وکړي ،ځکه   له افغانستان سره د مرستې  کابو یو میلیارډ ډالر افغانستان ته له رسیدا مخکې بې درکه شوي دي .

 دامریکا دمشرانو جرګې  دغو غړو  له پنټاګانه غوښتي  دي ،څو   ددغو بې درکه شوو  یو میلیارډ ډالري مرستو په باب دې توضیح ورکړي .

د امریکا  خارجه وزیر مایک پمپئو په تیر مارچ میاشت کې  له افغان حکومت سره د یو میلیارډ ډالري مرستو د سملاسی غوڅولو ګواښ کړی دی .  البته  د امریکا حکومت تر دې  دمه  په رسمي توګه  له افغانستان سره  د امریکا د مرستو دکمولو لغوه کول  نه دي اعلان کړي

 له  افغان حکومت سره د  مالی مرستو لپاره د امریکائي چارواکو ادعا په داسې شرائطو کې مطر ح  کیږي ، چې ددغه هیواد چارواکو تل  د امریکا ئي پوځیانو د ویستلو غوښتنې کړ ي دي .