بهرني پوځیان په افغانستان کښې د ناامنۍ لامل دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90825-بهرني_پوځیان_په_افغانستان_کښې_د_ناامنۍ_لامل_دي
د افغانستان د جنوب د نیمروز ولایت د علماؤ شورا بهرني پوځیان په دغه هیواد کښې د ناامنۍ اصلي لامل وبلل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 18, 2020 03:34 Asia/Kabul
  • بهرني پوځیان په افغانستان کښې د ناامنۍ لامل دي

د افغانستان د جنوب د نیمروز ولایت د علماؤ شورا بهرني پوځیان په دغه هیواد کښې د ناامنۍ اصلي لامل وبلل.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د نیمروز د علماؤ شورا پرون په یوه غونډه کښې د افغانستان د علماؤ د وژلې په غندلو سره په یوه خبرپاڼه کښې وویل: په افغانستان کښې د بهرنیو لاسوهنه او د نیواکګرو ځواکونو شتون په دې هیواد کښې د جنګ او ناامنۍ اصلي وجه ده.

د نیمروز د علماؤ شورا په خپله بیانیه کښې د افغانستان له عالمانو، مشرانو، اسلامي بهیرونو او خلکو وغوښتل چې د نیواکګرو ځواکو د ایستلو او د بهرنیو د لاسوهنې د ختمولو لپاره لاس په کار شي.

امریکې او انډیوالانو یې په افغانستان کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د امنیت تامینولو په پلمه په دغه هیواد یرغل وکړ خو له هغه وخت راهیسې په دغه هیواد کښې ناامني، ترهګري او د نشه ایزو موادو تولید ډیر زیات شوی دی.