کرونا ویروس افغان سوله،اقتصاد اوروغتیاته ګواښ پېښ کړی
کرونائي ترینګلتیاوې نه یوازې دا چې د افغانستان د سولې پر بهیر سخت منفي اغېز کوي، بلکې د دې هېواد اقتصادي وده او د روغتیا سکټور یې هم ترجدی اغیزمن کړی دی .
زمونږخبریال د افغان خبري سرچینو له قوله راپور راکړ د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرامونو ادارې په یوه نوې څېړنه کې پتّیلې چې د کرونا ویروس وبا په افغانستان کې اقتصادي ودې، د سولې لپاره پر روانو هڅو او د روغتیا برخې یا سکټر ته ګواښ پېښ کړی دی.
داپه داسې حال کې دي چې د کرونا ویروس د خوریدا له کبله افغانستان له څو اړخونوله جدي له ترینګلتیاؤ سره مخامخ دی.
کرونائي ترینګلتیاوې نه یوازې دا چې د افغانستان د سولې پر بهیر سخت منفي اغېز کوي، بلکې د دې هېواد اقتصادي وده او د روغتیا سکټور یې هم ترجدی اغیزمن کړی دی .
همداراز د سولې په چارو کې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویندوې ناجیه انوري هم پرون په یولړ څرګندونو کې ویلي چې د کرونا ویروس له کبله حتی د سولې د خبرو د پيل لپاره هڅې ځنډنۍ شوې دي.
ناجیه انوري وویل: "د کرونا ویروس وبا یو نړیوال ګواښ دی، دافغانستان د سولې پروسه هم له دې بې اغېزې نه ده پاتې، د دې بهیر د پرمختګ لپاره هڅې ئې سستې کړې او د بین الافغانی خبرو د پیل پر هڅو یې اغېز کړی دی.