کرونا ویروس افغان سوله،اقتصاد اوروغتیاته ګواښ پېښ کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90869-کرونا_ویروس_افغان_سوله_اقتصاد_اوروغتیاته_ګواښ_پېښ_کړی
کرونائي ترینګلتیاوې نه یوازې دا چې د افغانستان د سولې پر بهیر سخت منفي اغېز کوي، بلکې د دې هېواد اقتصادي وده او د روغتیا سکټور یې هم ترجدی اغیزمن کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 20, 2020 00:23 Asia/Kabul
  • کرونا ویروس افغان سوله،اقتصاد اوروغتیاته ګواښ پېښ کړی

کرونائي ترینګلتیاوې نه یوازې دا چې د افغانستان د سولې پر بهیر سخت منفي اغېز کوي، بلکې د دې هېواد اقتصادي وده او د روغتیا سکټور یې هم ترجدی اغیزمن کړی دی .

زمونږخبریال  د افغان خبري سرچینو له قوله راپور راکړ د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرامونو ادارې په یوه نوې څېړنه کې پتّیلې چې د کرونا ویروس وبا په افغانستان کې اقتصادي ودې، د سولې لپاره پر روانو هڅو او د روغتیا برخې یا سکټر ته ګواښ پېښ کړی دی.

داپه داسې حال کې دي چې د کرونا ویروس د خوریدا له کبله افغانستان له څو اړخونوله جدي  له ترینګلتیاؤ سره مخامخ دی.

کرونائي ترینګلتیاوې  نه یوازې دا چې د افغانستان د سولې پر بهیر سخت منفي اغېز کوي، بلکې د دې هېواد اقتصادي وده او د روغتیا سکټور یې هم ترجدی اغیزمن کړی دی .

همداراز د سولې په چارو کې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت  ویندوې ناجیه انوري هم پرون په یولړ څرګندونو کې  ویلي چې د کرونا ویروس له کبله حتی د سولې د خبرو د پيل لپاره هڅې ځنډنۍ شوې دي.

ناجیه انوري وویل: "د کرونا ویروس وبا یو نړیوال ګواښ دی، دافغانستان د سولې پروسه هم له دې بې اغېزې نه ده پاتې، د دې بهیر د پرمختګ لپاره هڅې ئې سستې کړې او د بین الافغانی خبرو د پیل پر هڅو یې اغېز کړی دی.

Image Caption