په افغانستان کې ۳۸وسلوال طالبان وژل شوي دي
یاده دې وي چې څو اونۍ مخکې وسلوالو طالبانو په تګاؤ ولسوالۍ کې یو ټولنیز فعال او پوه محمد نعیم خان هم په بوږنونکي ډول له حکومت سره د ملګرتیا په تور وژلی ؤ چې د سیمې د خلکو سخته غوسه اوکرکه ئې راپارولې وه .
زمونږخبریال د صداي افغان خبری اژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان دفاع وزارت پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دي طالبان د پکتیا ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د پوځیانو پر پستو په حملو سره ښکیل شوي چې له امله ئې په نښتو کط اولس وسلوال طالبان وژل شوی او دولس نور ټپیان شوي دي .
په دغو نښتو کې یو افغان پوځي هم وژل شوی اودرې نور ټپيان شوي دي .
په عین حال کې د افغانستان د کاپیسا ولایت د پولیسو ویندوي عبدالشایق شورش هم پرون ناوخته وئيلي دي په تګاؤ ولسوالۍ کې له افغان پوځيانو سره په نښتې کې شپاړس وسلوال طالبان وژل شوي دي . افغان پوځيانو په دغو عملیاتو کې د طالبانو له نیواکه شپږ کلي هم آزاد کړي دي .