افغانستان ته نړیوالې الوتنې پیل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91011-افغانستان_ته_نړیوالې_الوتنې_پیل_شوې
پس له درې میاشتني ځنډه افغانستان ته د نورو هیوادونو پروازونه پیل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 24, 2020 11:09 Asia/Kabul
  • افغانستان ته نړیوالې الوتنې پیل شوې

پس له درې میاشتني ځنډه افغانستان ته د نورو هیوادونو پروازونه پیل شوي دي.

افغانستان ته د نړیوالو الوتنو په پیلیدو سره نن د ترکیې د ټرکش ایرلاینز Turkish Airlines هوايي شرکت وړومبنۍ الوت په درې نیمو سوو مسافرو سره د کابل په نړیوال هوايي ډګر کښیناسته.

ټاکل شوې چې د اماراتو هوايي شرکت Emirates Airlines هم له سبا څخه د دوبۍ او کابل ترمینځ خپلې الوتنې پیل کړي.

افغانستان ته او له دغه هیواده بهر ته نړیوالې الوتنې درې میاشتې مخکښې د کرونا وایرس د خپریدو او پراخیدو له امله بندې شوې وې.

دم ګړۍ په افغانستان کښې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمیر ۲۹ زره او ۴۸۱ تنه دی او ۶۱۸ کسان هم د دغې ناروغۍ په وجه مړه شوې دي.