حزب اسلامي د افغانستان له حکومت سره د ملګرتیا لپاره شرط وټاکه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91137-حزب_اسلامي_د_افغانستان_له_حکومت_سره_د_ملګرتیا_لپاره_شرط_وټاکه
د افغانستان د حزب اسلامي مشر د اشرف غني له حکومت سره د ملګرتیا او د افغان ډلو ترمینځ د صلحې په مذاکراتو کښې د ګډون لپاره یو شرط ټاکلې دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 30, 2020 03:17 Asia/Kabul
  • حزب اسلامي د افغانستان له حکومت سره د ملګرتیا لپاره شرط وټاکه

د افغانستان د حزب اسلامي مشر د اشرف غني له حکومت سره د ملګرتیا او د افغان ډلو ترمینځ د صلحې په مذاکراتو کښې د ګډون لپاره یو شرط ټاکلې دی.

ګلبدین حکمتیار پرون په کابل کښې یوې خبري غونډې ته وویل: د افغانستان له حکومت سره د ملګرتیا او په بین الافغاني خبرواترو کښې د شتون لپاره باید د حزب اسلامي ټول زندانیان آزاد شي او په رسمي ډول د اپوزیشن په توګه وپیژندل شي.

هغه هم داشان د افغانستان له حکومت سره د حزب اسلام د صلحې موافقې ته په اشارې سره زیاته کړه: ترڅو چې حکومت د دغې موافقې ټول بندونه اجرا نه کړي او د دغه ګوند زندانیان خوشې نه کړي تر هغې به ورسره ملګرتیا ته غاړه کښې نه­ږدي.

یاده دې وي چې د داعش تکفیري ډلې ملاتړي ګلبدین حکمتیار په دې وروستیو کښې د افغانستان اسلامي نظام غیراسلامي بللی و.