د کابل حکومت نور څلور سوه زنداني طالبان خوشي کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91262-د_کابل_حکومت_نور_څلور_سوه_زنداني_طالبان_خوشي_کړل
د افغانستان کورنیو چارووزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ، په کندهار ،غزني ولایتونو کې د طالبانو او افغان پوځيانو ترمینځ په نښتو کې یولس طالبان وژل شوي او پنځلس نور ټپیان شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 05, 2020 10:18 Asia/Kabul
  • د کابل حکومت نور څلور سوه زنداني طالبان خوشي کړل

د افغانستان کورنیو چارووزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ، په کندهار ،غزني ولایتونو کې د طالبانو او افغان پوځيانو ترمینځ په نښتو کې یولس طالبان وژل شوي او پنځلس نور ټپیان شوي دي .

زمونږ خبریال له کابله راپور راکړ  د  افغانستان د ولسمشر ویندوی  صدیق صدیقي  نن په یوې اعلامېې کې وئيلی دي ،له طالبانو سره  د سولې دخبرواترو دپیلولو لپاره  نن له حکومتي بندونو نور څلور سوه  طالب بندیان خوشي کوي .

 د افغانستان ولسمشر ۍدفتر  هم پر طالبانو ډ لې غږ کړی ،  ددغه هیواد بندي پوځیان دې خوشي کړي .

 دا فغانستان حکومت له دې مخکې  کابو څلور زره طالب بندیان  خوشي کړي  او طالبانوډلې  هم تر دې دمه  کابو اوه سوه شل حکومتي بندیان خوشي کړي دي .

د افغانستان حکومتي  او طالب استازو تر دې د مه  په کابل کې د دواړو لورو د بندیانو دخوشي کولو  لپاره څو ځله خبرې آترې کړي دي  او ټاکل شوې ده ،د  زرو حکومتي بندیانو دخوشي کیدا په وړاندې  د طالبانو  پنځه زره بندیان خوشي  شي .

په یوه بل خبر کې وئيل شوي دي ، د افغانستان کورنیو چارووزارت  دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلي دي ، په کندهار ،غزني  ولایتونو کې د طالبانو او  افغان پوځيانو ترمینځ په نښتو کې یولس طالبان وژل شوي او پنځلس نور ټپیان شوي دي .  همدرااز د زابل ولایت  په شینکي  ولسوالۍ کې هم  له افغان پوځیانو سره په نښتې کې نهه نور طالبان وژل شوي او یو شمیر نو رهم ټپیان شوي دي .