د کابل حکومت نور څلور سوه زنداني طالبان خوشي کړل
د افغانستان کورنیو چارووزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ، په کندهار ،غزني ولایتونو کې د طالبانو او افغان پوځيانو ترمینځ په نښتو کې یولس طالبان وژل شوي او پنځلس نور ټپیان شوي دي .
زمونږ خبریال له کابله راپور راکړ د افغانستان د ولسمشر ویندوی صدیق صدیقي نن په یوې اعلامېې کې وئيلی دي ،له طالبانو سره د سولې دخبرواترو دپیلولو لپاره نن له حکومتي بندونو نور څلور سوه طالب بندیان خوشي کوي .
د افغانستان ولسمشر ۍدفتر هم پر طالبانو ډ لې غږ کړی ، ددغه هیواد بندي پوځیان دې خوشي کړي .
دا فغانستان حکومت له دې مخکې کابو څلور زره طالب بندیان خوشي کړي او طالبانوډلې هم تر دې دمه کابو اوه سوه شل حکومتي بندیان خوشي کړي دي .
د افغانستان حکومتي او طالب استازو تر دې د مه په کابل کې د دواړو لورو د بندیانو دخوشي کولو لپاره څو ځله خبرې آترې کړي دي او ټاکل شوې ده ،د زرو حکومتي بندیانو دخوشي کیدا په وړاندې د طالبانو پنځه زره بندیان خوشي شي .
په یوه بل خبر کې وئيل شوي دي ، د افغانستان کورنیو چارووزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ، په کندهار ،غزني ولایتونو کې د طالبانو او افغان پوځيانو ترمینځ په نښتو کې یولس طالبان وژل شوي او پنځلس نور ټپیان شوي دي . همدرااز د زابل ولایت په شینکي ولسوالۍ کې هم له افغان پوځیانو سره په نښتې کې نهه نور طالبان وژل شوي او یو شمیر نو رهم ټپیان شوي دي .