طالبانو په مشروط ډول د خبرو لپاره چمتووالی اعلان کړ
زمونږ خبریال وايي طالبانو د افغانانو ترمینځ د سولې د خبرو اترو د پیلیدا لپاره په مشروط ډول چمتووالی اعلان کړ .
په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون د ټویټر اینټرنیټ پاڼې له لارې په یوه (۱) پیغام کښې وویل دغه ډله چمتو ده تر لوی اختر پورې د افغانستان د حکومت پاتې بندیان په دې شرط ازاد کړي چې مقابل لوری هم د اعلان شوي فهرست پراساس د طالبانو پاتې بندیان خوشي کړي .
هغه وویل د بندیانو د ازادیدا د بهیر له بشپړیدا وروسته دغه ډله چمتو ده چې له لوی اختر وروسته د افغانانو ترمینځ خبرې اترې پیل کړي .
د طالبانو دغه غوښتنه په داسې حال کښې ده چې د افغانستان حکومت ټینګار کړی دی د دغه ډلې کابو شپږ سوه (۶۰۰) بندیان د حقوقي او د جزايي مسائیلو په دلیل نه خوشي کیږي او طالبان باید د هغو پرځای بل فهرست معرفي کړي .