افغانستان او د سیمي هیوادونه غونډه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91775-افغانستان_او_د_سیمي_هیوادونه_غونډه_کوي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د سیمې د یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران نن د ویډيويي کانفرنس له لارې سره غونډه کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 27, 2020 07:51 Asia/Kabul
  • افغانستان او د سیمي هیوادونه غونډه کوي

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د سیمې د یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران نن د ویډيويي کانفرنس له لارې سره غونډه کوي .

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وویل ، د افغانستان، پاکستان، چین او نیپال د بهرنیو چارو وزیرانو د نننۍ غونډې مهمه اجنډا د کورونا ویروس سره مبارزه او په سیمه کې د اقتصادي ملګرتیاو پیاوړتیا ده  او

بل د سیمې سوداګریز او اقتصادي نښلول دي، چې د افغانستان د بهرني سیاست ستر لومړیتوب حسابېږي.

په همدې حال د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي چې د کورونايي محدودیتونو له کمیدو سره د جولای پر ۲۶ افغانستان ته د ټرانزېټ لومړی کارګو د ګوادر بندر له لارې وخوځيده.

ښاغلي خان په خپل ټوېټر لیکلي هېواد يي له افغانستان سره د سوداګرۍ ټولې لارې پرانېستې او په لا نورو سهولتونو کار کوي.

له بلې خوا افغانستان کې دوه ورځنۍ سام غونډه نن پېلېږي چې د جنیوا دوه اړخیزو ژمنو په چوکاټ کې د پرمختګونو پر ارزولو سربېره به د راتلونکو پنځو(5) کلونو لپاره د افغان حکومت د پراختیا په ستراتېژۍ هم بحثونه وکړي.

د یوناما له لوري د ۲۰۱۸ کال د نومبر وروستیو کې د جنیوا غونډه کې افغانستان د شپږو معیارونو پر پوره کولو هوکړه وکړه.

د سام دې ناسته کې د سولې لپاره د نړیوالې ټولنې په پروګرامونو هم خبرې کېږي.

دا غونډه د افغانستان د مالیې وزیر، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي او د فنلنډ استازي په ګډ کوربتوب د دوو(2) ورځو لپاره کابل ترسره کیږي .

د سام غونډې لپاره تخنیکي ناسته د دوشنبې په ورځ د افغانستان مالیې وزارت کې جوړېږي او سې شنبه به یې دویمه ناسته په ارګ کې وي.

دې ناسته کې د ډنمارک، د چک جمهوریت، اسپانیا، هند، جرمني، ناروې او اروپايي ټولنې سفیران، د ملګرو ملتونو د ښځو موسسې استازې، د کاناډا، سویزرلنډ او د  هالنډ استازي ګډون کوي.