افغان ولس دې په ډاډسره تردرو ورځوپورې دقربانۍاخترولمانځي
طالبانو ډله په داسې حال کې یوازې درې ورځنی اور اعلان کوي ، چې دغې ډلې له امریکا سره د یوې موافقې په اساس په افغانستان کې د تاؤتریخوالو د کمیدا ژمنه کړې چې دغه تاؤتریخوالی باید د دایمي اور بند لپاره زمینه هواره کړي ، خو دغې ډلې دخپلو ژمنو په خلاف په درست هیواد کې خپلې حملې لاپسې زیاتې کړي دي .
د افغانستان طالبانو ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،افغانان دې د قربانۍ د لوي اختردرې شپې ورځې په ډاډ او خوښۍ سره تیرې کړي او د قربانۍ اختر دې ولمانځي .
دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان د ولسمشرۍ ارګ هم د طالبانو ډلې ددغه اقدام هرکلی کړ ی دی .
د طالبانو ډلې په اعلامیې کې وئيل شوی دي ، خپلو ټولو وګړو ته ئې امر کړی دی ، چې د قربانۍ د لوي اختر په مناسبت دې د امنیتی ځواکونو په خلاف خپل عملیاد ودروي څو ولس په ډاډ سره داختر خوشالیانې وکړي ، په دغې اعلامیې کې همداراز وئيل شوي چې د حکومتي مامورانو ترکنټرول لاندې سیمو ته دې نه ورځي او دطالبانو تر کنټرول لاندې سیمو ته دې هم حکومتي مامورانو لاره بنده کړي .
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان د ولسمشرۍ دماڼۍ ویندوي صدیق صدیقي هم پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلی دي ، افغان ولسمشر اشرف غني هم خپلو درستو دفاعي اوا منیتی ځواکونو ته امر کړی ، څو درې ورځنی اور بند دې رعایت کړي او ترڅو چې د طالبانو له خوا ئې خلاف ورزي نه وي شوي ، هیڅکله دې دطالبانو په وړاندې عملیات ونه کړي .
هغه وئيلي د افغانستان اسلامی حکومت د مونږ د ولس د خپلو آرمانونو دپوره کیدا او د سولې اوثبات د تامینیدا په موخې سره دسولې په بهیر کې خپلې درستې ژمنتیاوې ترسره کړي دي او د تاؤتریخوالو د دوام لپاره ئې هیڅ پلمه نه دی پریښودلي .