له اوربند اعلان سره سره ۱۹وسلوال طالبان ووژل شول
د طالبانو دغه حملې په داسې حال کې دي چې دغې ډلې پرون مازدیګر د قربانۍ دلوي اختر په مناسبت په درست افغانستان کې یوازې تر درو ورځو پورې اور بند اعلان کړی دی،چې دغه وړاندیز دحکومت او نورو ګوندونو اوډلو ټپلو له خوا هم هرکلی سره مخ شوی دی .
زمونږ خبریال راپور راکړد افغانستان دفاع وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي،طالبانو ډلې وګړو د افغانستان به شمال کې د فاریاب ولایت په دولت آباد او المار ولسوالیو په بریدونو سره له افغان پوځیانو سره نښتي ، چې له امله ئې اولس طالبان وژل شوي او یولس نور ئې ټپیان شوي دي .
د افغانستان پوځ همداراز نن د لوګر ولایت په مرکز پل علم ولسوالۍ کې له حکومتي مامورانو سره د طالبانو په نښتې کې د دوو نورو طالبانو د وژل کیداخبرهم ورکړی دی .