یرغلګر د افغانستان د جنګ ختمول نه غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91899-یرغلګر_د_افغانستان_د_جنګ_ختمول_نه_غواړي
د امریکائي پوځیانوله ذلالت ډک ویستل به هم د شوروي نیواکګر ځواک د شړلو په څير وي او غوره ده افغانان پر پردَیو د باؤر په ځاي پخپلو کې سره په یوه بل اعتماد وکړي او یووالی او اتحاد ته مخه کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 01, 2020 02:57 Asia/Kabul
  • یرغلګر د افغانستان د جنګ ختمول نه غواړي

د امریکائي پوځیانوله ذلالت ډک ویستل به هم د شوروي نیواکګر ځواک د شړلو په څير وي او غوره ده افغانان پر پردَیو د باؤر په ځاي پخپلو کې سره په یوه بل اعتماد وکړي او یووالی او اتحاد ته مخه کړي .

زمونږخبریال د صدای افغان خبری اژانس له قوله راپور راکړ  د افغانستان دبلخ ولایت مزارشریف  ښار د جامع جومات  خطیب مولوی عبدالرزاق توانا  پرون دجمعې  او دقربانۍ دلوی اختر دلمانځه په خطبو کې پر حکومت  اوطالبانو ډلې غږ کړی ، پر بهرنیانو دې  اعتماد نه کوي او  دشوروي اتحاد په  ملاتړ د جوړ شوي حکومت له برخلیکه درس واخلئ  چې  دوي د جنګ دختمولو لپاره  هیڅ پروګرام نه لري .

 د افغانستان د شمال دعالمانو دشورا او اخوت اسلامی څانګې منشي  همداراز  امریکا او ناټو ته هم په خطاب کې ووئیل ،  دشوروي نیواکګر پوځ  په ماډرن تجهیزاتو او پوځ درلودلو سره سره  له سختې او بې شرمې ماته سره مخ شوی او په ذلت او بې شرمۍ سره له افغانستانه ووت ،امریکائي نیواکګرو هم په دو لسیزو جنګ کې ښودلې ده چې  له هماغه  سره مخامخ  او په خطرناکې جبۍ کې په ډوبیدو دي .

 هغه خبرداری ورکړی ،د امریکائي پوځیانوله ذلالت ډک ویستل به هم د شوروي نیواکګر ځواک د شړلو په څير وي  او غوره ده  افغانان  پر پردَیو د باؤر په ځاي  پخپلو کې سره په یوه بل اعتماد وکړي او یووالی او اتحاد ته مخه کړي .