د اختر په چټیانو کې۳۱۷طالب بندیان خوشي شوي دي
ددغو بندیانو خوشی کیدا له افغان حکومت سره د خبرواترو د بیرته پیلولو او په دغه هیواد کې د جنګ جګړو دختمولو لپاره د طالبانویو مهم وارمخکې شرط دی .
زمونږخبریال له کابله راپور راکړ د افغانستان دملی امنیت شورا دفتر نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،د قربانۍ دلوي اختر په درو ورځو چټپیانو کې د طالبانو د نورو درې سوه اولسو بندیانو په خوشي کولو له بندونو د ددغې ډلې د خوشي شوو بندیانو شمیر څلور زره نهه سوه اولس تنو ته رسیدلی دی .
د افغانستان دملی امنیت دشورا ددفتر په دغې اعلامیې کې وئیلي شوي دي ، دطالب بندیانو د خوشي کیدا بهیر به د طالبانو د پنځه زره سلو بندیانو تر خوشی کیدا پورې دوام وکړي .
په عین حال کې په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر ویندوي سهیل شاهین هم وئیلي دي ، دغې ډلې د افغان حکومت د زرو بندیانو دخوشي کولو بهیر بشبړ کړی دی او کابل هم باید پاتې طالب بندیان خوشي کړي .
ددغو بندیانو خوشی کیدا له افغان حکومت سره د خبرواترو د بیرته پیلولو او په دغه هیواد کې د جنګ جګړو دختمولو لپاره د طالبانویو مهم وارمخکې شرط دی .
داپه داسې حال کې دي چې طالبانو ډلې هماغه راز دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې خپلو حملو اوبمي چاودنو ته دوام ورکړی دی .