ننګرهارکښې نهه تنه ملکي وګړي ژوبل شوي
Aug 08, 2020 10:21 Asia/Kabul
د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کښې نهه تنه د هاوان په یو برید کښې ژوبل شوي دي.
له جلال آباده زمونږ خبریال وايي د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وویل تیره شپه وسله والومخالفینو د دې ولایت د شیرزادو ولسوالۍ په اړوند سیمه کښې د استوګنې پر کورونو د هاوان مرمۍ توغولي چې یوه مرمۍ پر یو کور لګیدلې او پهکښې د یو ماشوم او دوه میرمنو په ګډون نهه تنه ملکي وګړي ژوبل شوي دي.
د والي ویاندوویل: ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوي دي خو نوموړي د هغوی د روغتیایی حالت په اړه څه ونه ویل.
مخالفو وسله والو ډلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ټیګونه