ننګرهارکښې نهه تنه ملکي وګړي ژوبل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92110-ننګرهارکښې_نهه_تنه_ملکي_وګړي_ژوبل_شوي
د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کښې نهه تنه د هاوان په یو برید کښې ژوبل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 08, 2020 10:21 Asia/Kabul
  • ننګرهارکښې نهه تنه ملکي وګړي ژوبل شوي

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کښې نهه تنه د هاوان په یو برید کښې ژوبل شوي دي.

له جلال آباده زمونږ خبریال وايي د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وویل تیره شپه وسله والومخالفینو د دې ولایت د شیرزادو ولسوالۍ په اړوند سیمه کښې د استوګنې پر کورونو د هاوان مرمۍ توغولي چې یوه مرمۍ پر یو کور لګیدلې او په­کښې د یو ماشوم او دوه میرمنو په ګډون نهه تنه ملکي وګړي ژوبل شوي دي.

د والي ویاندوویل: ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوي دي خو نوموړي د هغوی د روغتیایی حالت په اړه څه ونه ویل.

مخالفو وسله والو ډلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.