د افغانستان حکومت به ۴۰۰ طالبان خوشي کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92138-د_افغانستان_حکومت_به_۴۰۰_طالبان_خوشي_کړي
زمونږ خبریال وایي د افغانستان ولسمشر اشرف غني د طالبانو ډلې د بندیانو د خوشي کولو په هکله د سولې د مشورتي لوې جرګې د سپارښتنې په تائیدولو سره وویل د طالبانو د څلورسوه (۴۰۰) بندیانو د خوشي کولو حکم به لاسلیک کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 09, 2020 10:38 Asia/Kabul
  • د افغانستان حکومت به ۴۰۰  طالبان خوشي کړي

زمونږ خبریال وایي د افغانستان ولسمشر اشرف غني د طالبانو ډلې د بندیانو د خوشي کولو په هکله د سولې د مشورتي لوې جرګې د سپارښتنې په تائیدولو سره وویل د طالبانو د څلورسوه (۴۰۰) بندیانو د خوشي کولو حکم به لاسلیک کړي .

هغه نن د افغانستان د سولې د مشورتي لویې جرګې د ختمیدا په مراسمو کښې د سولې د مشورتي لویې جرګې د پریکړه لیک مادو ته په اشارې سره وویل طالبانو ډله اوس باید اووربند ومني او د کابل له حکومت سره د سولې خبرې اترې پیل کړي .

اشرف غني  په دې خبرې سره چې جنګ او ناامنۍ یوازې د خلکو لپاره بدبختۍ، کړاو او درد رامینځته کړی دی وویل جنګ حل لاره نه ده بلکې اتحاد او پیوستون د افغانستان د ټولنې شخړې ختمولای شي .

د افغانستان د سولې د مشورتي لوې جرګې د غونډې مشر عبدالله عبدالله هم وویل د سولې د مشورتي لویې جرګې پریکړه لیک د سولې د خبرو اترو اخري پلمه له مینځه یوړله .

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له طالبانو وغوښتل په هیواد کښې جنګ بند کړي او له موجود فرصت څخه په استفادې سره د سولې خبرې پیل کړي .