د امریکا ئي عسکرو پر کمیدا د افغانستان ددفاع وزارت غبرګون
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92156-د_امریکا_ئي_عسکرو_پر_کمیدا_د_افغانستان_ددفاع_وزارت_غبرګون
په هغه پړاؤ کې چې په افغانستان کې بهرنیو عسکرو د ترهه ګرو په ضد په مځکنیو عملیاتو کې ګډون درلود، د عامو افغانانو مرګ ژوبلې دترهه ګرو په نسبت ډيرې زیاتې وې او همدا موضوع لامل شوي وه څو امریکائي او ناټوځواکونه ، د افغانستان دښاریزو د وژلو اصلي عاملان وپيژندل شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 10, 2020 09:22 Asia/Kabul
  • د امریکا ئي عسکرو پر کمیدا د افغانستان ددفاع وزارت غبرګون

په هغه پړاؤ کې چې په افغانستان کې بهرنیو عسکرو د ترهه ګرو په ضد په مځکنیو عملیاتو کې ګډون درلود، د عامو افغانانو مرګ ژوبلې دترهه ګرو په نسبت ډيرې زیاتې وې او همدا موضوع لامل شوي وه څو امریکائي او ناټوځواکونه ، د افغانستان دښاریزو د وژلو اصلي عاملان وپيژندل شي .

د افغانستان دفاع وزارت  په دغه هیواد کې د امریکائي پوځیانو د کمیدا   د مطرح کیدا په غبرګون کې  وئيلي دي ، افغان پوځيان  له خپل هیواده د دفاع او  له ترهه ګرو سره دمبارزې توانمنۍ لري .

د افغانستان د پوځ لوي درستیزجنرال یاسین ضیاء د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو د کمیدا دپلان په زمینې کېوئيلي دي،ددغو پوځیانو کمیدا د مونږ د اندیښنې لامل نه ده،ځکه  دافغانستان ملی اردو  له ترهه ګرو سره د مقابلې بشپړ توانمنۍ لري .

 د امریکا  دفاع وزیر مارک اسپر په همداوروستیو کې مدعي شوی،په افغانستان کې ترراتلونکو درو میاشتو پورې دامریکائي عسکرو شمیر له پنځو زرو پوځیانو هم  کموي .

 له طالبانو ډلې سره د امریکا دموافقې په اساس،چېکابو پنځه میاشتې مخکې  په قطرکې لاسلیک شوي ،درست بهرني عسکرباید ددغې موافقې له لاسلیک کیداوروسته تر  څوارلس میاشتو پورې له افغانستانه ووځي.   له  افغانستانه د بهرنیو عسکرو له وتلو  وروسته  له ترهه ګرو سره دمقابلې او د امنیت دتامینولو لپاره د دغه هیواد د وسلوال ځواک  دتوانمنیو په باب د افغانستان د پوځ دلوي درستیز څرګندونې  له افراط  پالو او په دغه هیواد کې د امریکائي  او ناټو ځواک  له ورانکار شتون  سره  په مبارزې  کې  د افغانستان دپوځ او پولیسو د پام  وړ ظرفیّتونو له امله  دي .

په ۲۰۱۴کال کې  په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو د پوځي عملیاتو  د پاي له وخت  او همداراز  د  ترهه ګرو په ضد یوازې په هوائي عملیاتو کې  ددغه هیواد په جنګ کې  د دوي د رول د محدودیدا له  وخت څخه  د افغان ځواک توانمنیو پشمول  امنیتی  ځانګړنې  او تابیاوې لوړې شوي دي .

 پر دې سربیره ،  په هغه پړاؤ کې  چې  په افغانستان کې بهرنیو عسکرو  د ترهه ګرو په ضد  په مځکنیو عملیاتو کې ګډون درلود، د عامو افغانانو مرګ ژوبلې  دترهه ګرو په نسبت ډيرې زیاتې وې او همدا موضوع لامل شوي  وه څو امریکائي او ناټوځواکونه ،  د افغانستان دښاریزو  د وژلو اصلي عاملان  وپيژندل شي .

 په وورستیو کلونو کې  او په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو د پوځي ماموریت  له ختمیدا وروسته  د عام  افغانانو  وژلې  په محسوسي ډول کمې شوي دي ، خو  په افغانستان کې  د امریکا خپل سري هوائي عملیات هماغه راز  ددغه هیواد   له عامو خلکو قرباني  اخلي .

 د ناټو اوامریکائي عسکرو شتون ، نه یوازې  په افغانستان کې  له ترهه ګرۍ سره  دمقابلې په بهیر کې   څه اغیزې نه لري ،بلکې  د دوي  دخپل سرو هوائي عملیاتو په دوام  سره  د افغانانو   مرګ ژوبلې  نوره هم زیاتیږي  او  پر دې سربیره ، په دغه هیواد کې د جنګ د دوام لپاره د  طالبانو  انګیزه هم زیاتوي.

     د همدغو پر دې اساس  ده چې  په افغانستان کې د امریکائي عسکرو دکمیدا دموضوع له مطرح کیدا  وروسته ، دغه پلان  د  افغانستان د پوځ دلوي درستیز  له هرکلی سره  مخ شوې ده  او  هغه ډاډ ورکړی چې  د افغانستان وسلوال ځواک  له ترهه ګرۍ او ناکراریو سره  د اغیزشیندونکي مقابلې توانمنۍ لري .   البته باید پام ولرل شي ، چې  دم ګړۍ  له طالبانو ډلې سره د سپينې ماڼۍ  دسولې د موافقې له لاسلیک کیدا څوارلس میاشتې  وروسته   پورې د امریکائي پوځیانو د کمیدا او دبشپړ وتلو  موضوع ،  ددغې  موافقې د بریالیتوب  او همدارازد بین الافغاني خبرواترو نتیجې ته د رسیدا ضرورتونه دي .

 د طالبانو د پاتې څلورو سوو بندیانو د خوشي کیدا لپاره د افغانستان د مشورتي لوئې جرګې د غړو وروستۍ فیصلې دبین الافغانی سولې  خبرو اترو لپاره  لاره پرانیستې  او په همدې اساس دغې ډلې هم ددغه شان خبرواترو دترسره کیدا لپاره  خپل چمتووالی هم اعلان کړی دی .

د امریکا د بدعهدیو پراخې مخینې ته په پام سره،داسې ښکاري،طالبانو ډلې پر دې سربیره چې د قطر په موافقې کې ئې له افغانستانه  دبهرنیو عسکرو پر وتلو ټينګار کړی ، په بین الافغاني  خبرواترو کې  په احتمالی موافقې کې به هم د  اوربند  دټينګيدا او دجنګ  دختمیدا لپاره دخپلې ژمنتیا  اجرا ،  دامریکائي  عسکرو د وتلو  له موضوع سره  مشروطه کړي .