افغان حکومت په طالبانو نيوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92257-افغان_حکومت_په_طالبانو_نيوکه_وکړه
افغان حکومت وويل:په نزدې راتلونکو کښې د طالب ډلې د باقي پاتې ټولوبنديانو په آزادېدو سره به د دغې ډلې لپاره بله هيڅ بهانه پاتې نه شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 16, 2020 08:18 Asia/Kabul
  • افغان حکومت په طالبانو نيوکه وکړه

افغان حکومت وويل:په نزدې راتلونکو کښې د طالب ډلې د باقي پاتې ټولوبنديانو په آزادېدو سره به د دغې ډلې لپاره بله هيڅ بهانه پاتې نه شي.

د آوا افغان خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د ولسمشرۍ د دفتر وياند له طالب ډلې وغوښتل چې زر تر زره دې په قطر کښې د صلحې د خبرو اتور وخت وټاکي.

صديق صديقي زياته کړه، په افغانستان کښې د حملو په بنديدو سره به صلح او ثبات دغه هېواد او سيمخ کښې بيا ټينګ شي.

دا په داسې حال کښې دي چې په دې وروستيو کښې د دغې ډلې د څلور سوو باقي پاتې بنديانو د آزادېدو په اړه د افغان ولسمشر د وروستيو څرګندونو په ځواب کښې وويل، دغه څرګندونط د صلحې د خبرو اترو په لار کښې خنډونه رامنځته کوي.

اشرف غني د تېر زيارت په ورځ تاکيد کړے ؤ چې د افغانستان لوے جرګې د دغو طالب بنديانو د آزادېدو په تائيدولو سره په دغه هېواد کښې د صلحې او ثبات د ټينګښت لپاره درون قيمت ادا کړے دے.