په افغانستان کې بیا هم د ۴۶ کسانو وینه بَهَول شوي
ټاکل شوي وه له یکشنبې ورځې راهسې په قطر کې بین ا لافغاني خبرې پیل شي خو طالبانو د ځینو مسئلو له امله دغه خبرې اترې یو ځل بیا ځنډولي دي او خپلو کرغیړنو اقداماتو ته ئې دوام ورکړی دی .
زمونږخبریال له کابله راپور راکړ د افغانستان په بادغیس ولایت کې په قادس ولسوالۍ کې له افغان عسکرو سره د وسلوالو طالبانو په نښتو کې دیرش طالبان وژل شوي او پنځه ویشت نور ټپیان شوي دي
راپورښئ دغه نښتې هاله پیل شوي چې وسلوالو طالبانو د افغان پوځيانو د پستو په ضد حملې وکړې البته په کلک مقاومت پسې دغه مرګز ژوبله اوښتې ده ، په دغه راپور کې د افغان حکومتي مامورانو دمرګ ژوبلو په باب څه نه دي وئیل شوي .
همداراز په یوه بل خبر کې هم وئيل شوي چې د پکتیا ولایت په احمدخیلو ولسوالۍ کې په بم چاودنې کې هم درې افغان عسکر وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي . دغه راز د بدخشان ولایتي شورا مشر وئیلي دي ، ددغه ولایت د راغستان ولسوالۍ دپولیسو قوماندان سره د څلورو پولیسو له طالبانو سره په نښتې کې وژل شوي دی .
په یوه بل خبر کې هم وئيل شوي چې د افغانستان د غور ولایت ویندوي عارف عابر پرون ناوخته وئیلي دي امنیتی مامورانو یو یرغلګر چې په موټرسائيکل کې ئې بم ځاي په ځاي کړی ؤ او د غور ولایت په مرکز چغچران ولسوالۍ کې ئې پر یوه دیني عالم د حملې نیّت درلود له جنایته مخکې نیول شوی دی .
داپه داسې حال کې دي چې ټاکل شوي وه له یکشنبې ورځې راهسې په قطر کې بین ا لافغاني خبرې پیل شي خو طالبانو د ځینو مسئلو له امله دغه خبرې اترې یو ځل بیا ځنډولي دي او خپلو کرغیړنو اقداماتو ته ئې دوام ورکړی دی .