له افغان حکومت اوډلو سره په خبرو د طالبانو ټینګار
سهیل شاهین د افغان ولسمشر اشرف غنی د وروستیو خبرو په غبرګون کې چی ویلی یې وو ، طالبان دې پوهه شی چی د سولې په خبرو اترو کې د هغو اصلی لورې افغان دولت دې .
طالبانو اعلان وکړ دغه ډله پر افغان دولت سربیره له ټولو افغان ډلو سره خبرې اترې کوی .په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر ویندوی وویل دغه ډله یوازې افغان دولت د خپلو خبرو اترو لورې نه بولی بلکې غواړی چی په دغو خبرو اترو کی درست ګوندونه او افغان ډلې هم شتون ولرلې شی .
سهیل شاهین د افغان ولسمشر اشرف غنی د وروستیو خبرو په غبرګون کې چی ویلی یې وو ، طالبان دې پوهه شی چی د سولې په خبرو اترو کې د هغو اصلی لورې افغان دولت دې .
د افغانستان د ولسمشرۍ ویندوی صدیق صدیقی هم ویلی دی د طالبانو له خطرناکو غړیو ازادۍ وروسته د سولې د خبرو اترو د پیلولو لپاره د دغې ډلې د ځنډ لپاره هیڅ پلمه نده پاتې .
د طالبانو دا دریځ چی له افغان دولت پرته نورو ډلو او ګوندونو سره هم خبرې اترې کوی ، د راتلونکیو بین الافغانی خبرو اترو د جامعیت ښودنه کوی .
طالبان چی په وروستیو دو کلونو کې یې له هیواده بهر د افغانستان له خینو سیاسی ډلو او ګوندونو سره خبرې اترې درلودلی دي ، د سولې په ځای په ځای کولو کی د هلو ځلو د نتیجې ته په رسولو کې مهم بولی . په همدې اساس سهیل شاهین ټینګار کړی دی چی پر افغان حکومت سربیره نورو ډلو او ګوندونو سره هم خبرې اترې کوی او په دې ډول باید په تمه ووسو چی د افغانستان د سولې په خبرو اترو کی د دغه هیواد د ګوندونو استازی هم ګډون وکړي .
دغو شرایطو او په افغانستان کی د جنګ د ختمولو لپاره له طالبانو سره د موافقې څرنګوالې یو ګران او پیچلې بهیر لری او د هغه ټول اړخونه باید ښه وجاجول شي . په بریکنده توګه د سولې په خبرو اترو کی د افغان سیاسی ډلو شتون اغیزمن کیدلې شی .
په تیر یوه کال کی چی د افغانستان د سولې د خبرو اترو موضوع جدی شوی ده ، په بین الافغانی خبرو اترو کې د سیاسی ډلو او ګوندونو د ګډون په اړه د ولسمشرۍ له ماڼۍ مثبتې نښې نښانې ترلاسه شوی دي .
د افغانستان د حزب اسلامی یوه مهم مشر همایون جریروایی د حزب اسلامی او ټولو افغان ډلو وړاندیز دا دې ځکه چی سوله یوه ملی مسله ده نو پر ولسمشر او سیاسی مشرانو مشتمله یوه پیاوړی شورا جوړه شی تر څو دغه شورا له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د بهیر مدیریت وکړی .
په داسی شرایطو کی چی طالبان د سولې د ټینګولو او جنګ د ختمولو لپاره په ورپیښو خبرو اترو کې د افغان سیاسی ډلو او ګوندونو د استازیو د شتون غوښتونکی دي ، افغان حکومت هم باید د ګوندونو ظرفیتونو ته په پام سره د دغوخبرو اترو په بهیر کې د پیاوړی شتون لپاره له هغو استفاده وکړي .
د افغانستان د سولې په بهیر کې د ګوندونو ګډون له طالبانوسره د دغه هیواد د سولې له موافقې د ملاتړ لپاره ولسی حمایت درلودلې شی .