د طالبانو په جنګ غوښتنې د ولسمشرۍ ماڼۍ نیوکه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92306-د_طالبانو_په_جنګ_غوښتنې_د_ولسمشرۍ_ماڼۍ_نیوکه
د افغانستان د ولسمشر ویاند د طالب ډلې جنګ غوښتنه د دغه هیواد د صلحې د خبرواترو د پيلیدو اصلي خنډ وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 18, 2020 00:55 Asia/Kabul
  • د طالبانو په جنګ غوښتنې د ولسمشرۍ ماڼۍ نیوکه

د افغانستان د ولسمشر ویاند د طالب ډلې جنګ غوښتنه د دغه هیواد د صلحې د خبرواترو د پيلیدو اصلي خنډ وباله.

د افغانستان د ولسمشر ویاند د طالب ډلې جنګ غوښتنه د دغه هیواد د صلحې د خبرواترو د پيلیدو اصلي خنډ وباله.

د ایرنا د خبر له مخې صدیق صدیقي پرون په کابل کښې یوې خبري غونډې کښې د طالبانو تریخجنې کړنې او جنګ غوښتنه او د حکومتي زندانیانو نه آزادول د افغانستان د صلحې د خبرواترو د پیلیدو د لارې ستر خنډونه وبلل او له طالبانو یې وغوښتل چې د بین الافغاني خبرواترو د پیلولو لپاره عملي اقدامات وکړي.

د افغانستان د ولسمشر ویاند یوځل بیا ټینګار وکړ چې طالبانو ته د هیواد د مشورتي لوې جرګې پیغام صلحه او پخلاینه وه خو په خواشینۍ سره د طالبانو پيغام لاهم د هیواد په مختلفو سیمو کښې د جنګ او ناامنۍ دوام دی.

د ویلو ده چې د افغانستان حکومت او طالب ډله په قطر کښې د نیغ په نیغه مذاکراتو د پیلولو په سر موافقې ته رسیدلي خو دغه مذاکرات لاهم نه دي پیل شوي.