په کابل کښې د پوهنې وزارت د علمي شورا مشر ووژل شو
د افغانستان د پوهنې وزارت په یوه چاودنه کښې د دغه وزارت د علمي شورا د مشر ډاکټر آمین د وژل کیدو خبر ورکړ.
دغه وزارت ویلي؛ ډاکټر عبدالباقي آمین د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې د ډګر یوه اغېزمنه څېره وه، چې پرون په یوه ماین چاودنه کې ووژل شول. دا په داسې حال کې ده، چې کابل ښار پرون سهار د دوه ماین چاودنو شاهد و. د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې پرون سهار شاوخوا ۶:۴۵ وړومبی د دولسمې حوزې د ارزان قیمت په اړوند سیمه کې پر رینجر موټر او بیا د سهار په ۸:۰۷ د پوهنې وزارت په اړوند کرولا موټر د پېنځمې حوزې په کمپنۍ سیمه کې د نښلیدونکیو ماینونو چاودنې رامنځته شوې دي. وزارت منلې، چې په دې پېښو کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
دغه راز وړمه ورځ هم په ورته وخت کې د هېواد د خپلواکۍ د بیرته تر لاسه کولو د ۱۰۱ کلیزې د نمانځلو په مهال هم د کابل ښار پر بېلابېلو سیمو ۱۴ توغندي وتوغول شول. د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې په پېښه کې د یوه ملکي وګړي په ګډون لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او د شپږ عامو وګړیو په ګډون ۱۶ نور ټپیان دي. تر اوسه هیچا د دغو بریدونو مسوولیت ندی منلی.