د فارسۍ په ځای د انګریزۍ ژبې خپرول خیانت دی
شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان دملي کانګرس ګوند مشر لطیف پدرام په ملي ټیلي ویژن کښې د فارسۍ ژبې د پروګرام حذفیدا ته غبرګون وښود .
د افغانستان د ملي کانګرس ګوند مشر او په پارلمان کښې د بدخشان ولایت د خلکو پخواني استازي لطیف پدرام وویل له ملي ټیلي ويژن څخه د فارسۍ ژبې ختمول او د هغه پرځاې په انګریزۍ ژبه د پروګرام خپرول د افغانستان له فارسي ژبو او دري ژبو خلکو سره خیانت دی .
د افغانستان د ملي راډیو او ټیلي ويژن ادارې مشر محمد اسماعیل میاخیل په انګریزۍ او پښتو ژبو باندې د هیواد د خپلواکۍ مبارکي ورکړه .
هغه د فارسۍ په ځاې انګریزۍ ملي ژبه اعلان کړه .
د افغانستان چارواکو تراوسه په دې هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی .
معمولا دا ډول لسمونکي او له شیطنت ډکې څرګندونې د امریکا د انګلستان د صهیونیسټ رژیم د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو په ملاتړ سره ترسره کیږي او دوې نیت لري د افغانستان د کړکیچ په هواري کښې د ایران د اسلامي جمهوریت رول پیکه کړي .