افغانستان کښې د ترهګرۍ د دوو عملیاتو مخنیوې وشه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92415-افغانستان_کښې_د_ترهګرۍ_د_دوو_عملیاتو_مخنیوې_وشه
د افغانستان د لویدیځ ولایت هرات پولیسو وویل چې په دغه ولایت کښې یې د دوو خونړیو چاودنو مخه نیولې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 23, 2020 01:16 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د ترهګرۍ د دوو عملیاتو مخنیوې وشه

د افغانستان د لویدیځ ولایت هرات پولیسو وویل چې په دغه ولایت کښې یې د دوو خونړیو چاودنو مخه نیولې ده.

د افغانستان د لویدیځ ولایت هرات پولیسو وویل چې په دغه ولایت کښې یې د دوو خونړیو چاودنو مخه نیولې ده.

آوا خبري آژانس لیکلي چې د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده وویل، دغو ځواکونو پرون د دې ولایت په ګلران او انجیل ولسوالیو کښې په دوو جلاجلا عملیاتو کښې دوه بمونه پیدا کړي او شنډ کړي دي.

د خبر له مخې ترهګرو نیت درلود چ؟ې دغه بمونه د یادو ولسوالیو په ګڼه ګوڼه لرونکو ځایونو کښې وچاودوي.

یاده دې وي چې په وروستۍ یوه میاشت کښې په هرات کښې پرله پسې څو چاودنې وشوې چې له امله یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.